د ارغواني شنبو غورځنګ: موږ له نړۍوالو غواړو، چې طالبانو ته دې مشروعیت نه ورکوي

۳ ساعتونه مخکې

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې افغان مېرمنې په نړۍوالو غږ کوي، چې طالبانو ته دې هیڅ ډول مشروعیت نه ورکوي.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره د تعامل په پلمه د دوی ظالمانه واکمنۍ د عادي کولو څخه دې ډډه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، افغان مېرمنې تر بل هر وخت په بېړني ډول د نړۍوالې ټولنې ریښتیني ملاتړ ته اړتیا لري.
د ارغواني شنبو غورځنګ تمه ښودلې، چې ملګري ملتونه، اسلامي هېوادونه او د بشري حقونو ټول ملاتړي سازمانونه باید د بیانونو او تشو ژمنو هاخوا اقدام وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چوپتیا او بې غوري په دغه ظلم کې د ښکېلېدو په مانا ده.
خبرپاڼه زیاتوي، سخت بندیزونه، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل او په افغانستان کې د ښځو له مقاومته ملاتړ هغه څه دي چې نړۍواله ټولنه یې باید ترسره کړي.
دغه غورځنګ دارنګه د طالبانو په وړاندې او د افغان مېرمنو په ملاتړ کې د کلکو او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې افغان مېرمنو له نه ماتېدونکې زړورتیا او نه ستړې کېدونکي هوډ سره په دوامداره توګه خپل غږونه نړۍ ته رسولي دي.
د خبرپاڼې په ټکو، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان مېرمنو ثابته کړه چې هیڅکله به د ظلم او انزوا منلو ته غاړه کېنږدي.

نور خبرونه

رادیو