د هبت الله اخوندزاده درېیم منتقد روحاني ونیول شو

۲ ساعتونه مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دې ډلې درېیم منتقد روحاني عبدالعزیز شجاع په کابل کې نیولی دی.

تر هغه مخکې دوه نور روحانیون محمود حسن او عبدالقادر قانت هم نیول شوي و.

د سرچینو په خبره، عبدالعزیز شجاع چې د کابل په برکي څلور لار کې د موی مبارک د جومات ملا امام او د یوې مدرسې مسوول دی، د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

د مولوي شجاع کورنۍ ته نږدې یوې سرچینې د نوموړي نیول کېدل تایید کړل او ویې ویل، چې شجاع د طالبانو په زندان کې دی، خو کورنۍ ته یې معلومات نه شته چې چېرته ساتل کېږي.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اسلامي او جهادي ارزښتونو د ساتنې شورا له خوا په جوړه شوې غونډه کې یو شمېر روحانیونو پر کندهاري طالبانو سختې نیوکې وکړې، چې واک یې انحصار کړی او له دغې ډلې یې وغوښتل، چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

محمود حسن او عبدالقادر قانت د دې کنفرانس دوه اصلي ویناوال وو، چې تر مولوي شجاع مخکې د طالبانو له خوا نیول شوي.

مولوي شجاع د تخار ولایت د چال ولسوالۍ اوسیدونکی او د مولوي قادر قانت نږدې خپلوان دی. یوې سرچینې ویلي، چې طالبانو د قادر قانت زوی هم نیولی دی.

نور خبرونه

رادیو