په قطر کې د طالبانو تازه ګومارل شوی استازی سهیل شاهين وايي، چې په دوحه کې یې د فرانسې سفارت له شارژدافیر جین میرین شو سره لیدلي.
شاهین وايي، په دغې ناسته کې د کابل هوايي ډګر د رادار اړوند په پخوانیو خبرو هم بحث شوی.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو استازي سهیل شاهین تیره شپه د (سلواغې ۱۰مه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې په دوحه کې یې د فرانسې له شارژدافیر سره د افغانستان او فرانسې د اړیکو رغولو او پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
سهیل شاهین زیاتوي، چې په دغې ناسته کې د کابل هوايي ډګر د رادار اړوند په پخوانیو خبرو هم بحث شوی خو دا یې نه ده روښانه کړې چې تر دې وړاندې د کابل هوايي ډګر د رادار اړوند دوی له فرانسې سره په کومه برخه کې خبرې کړې دي.
خپله د فرانسې سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو سهیل شاهین د دغې ناستې یو انځور په خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی.
سهیل شاهین وړاندې لیکلي، چې په دغې ناسته کې د سیمې او نړۍ په اړوند مسایلو هم خبرې شوې دي.
د روان ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په افغانستان کې که ښځې له ټولنیز ژوند څخه لرې شي نو د دغه هیواد پرمختګ ناشونی دی.
دغه وزارت وړاندې ویلي و، تر هغې چې طالبان د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه پای ته ونه رسوي، دغه هېواد به عادي حالت ته را و نه کرځي.
د فرانسې حکومت د طالبانو بیا واکمنېدو د درېم کال پوره کېدو پر مهال ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته هم فرانسه پر خپلو ژمنو عمل کوي، او د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه کولو لپاره به له ټولو فشارونو کار واخلي.