سرچینه: په اوسلو کې د افغان سفارت ودانۍ طالب پلوي ته سپارل شوې، خو کارونه یې پیل شوي نه دي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۰

په ناروې کې د افغان سفارت د پخوانیو ډیپلوماتانو یوه باوري سرچینه وايي، چې په اوسلو کې د افغانستان سفارت ودانۍ طالب پلوي ته سپارل شوې، خو پخواني سفیر او طالبانو بیا دا خبره تایید یا رد کړې نه ده.

د سرچینې په خبره: «د سفارت ودانۍ طالب پلوو ته ورکړل شوی، خو دا په دې معنا نه ده چې کارونه یې رسما پیل شوی وي.»
په ناروې کې د افغانستان سفارت په تېرو درېیو کلونو کې د پخواني افغان حکومت د وفاداره ډیپلوماتانو له خوا اداره کېده، خو د روان کال په وږي میاشت کې د طالبانو په غوښتنه وتړل شو.
د دغه سفارت په تړل کېدو سره د افغانستان پخواني سفیر یوسف غفورزي وویل: «په ناروې کې له څلور نیم کاله خدمت وروسته یې ماموریت پای ته ورسېد.»
اوس سره له دې چې سرچینه د طالبانو له خوا ټاکل شوي کس ته د سفارت د ودانۍ د ساتنې مسوولیت سپارل د سفارت د کارونو د بیا پیل په معنا نه بولي، خو زیاتوي چې د سفارت د بیا هر ډول رسمي پرانېستل به د کوربه هېواد څخه د قانوني خنډونو لرې کولو ته اړتیا ولري.
ویل کېږي، چې د طالبانو له خوا یاد ټاکل شوی کس په اوسلو کې ژوند کوي.
اخوا یو شمېر رسنیو بیا راپور ورکړی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نجیب شاهین په نوم یو کس په اوسلو کې د افغانستان سفارت لپاره خپل استازی ټاکلی دی او د یوسف غفورزي دنده یې په رسمي ډول پای ته رسولې ده.
په اوسلو کې د افغانستان سفارت د روان کال په وږي میاشت کې اعلان وکړ، چې د ناروې د حکومت په غوښتنه به د افغانستان سفارت د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۱۲مې نیټې وتړل شي او د سفارت ودانۍ په ګډون به یې ټولې "منقول او غیر منقول ملکیتونه" تر هغه چې د خلکو د ارادې پر بنسټ مشروع حکومت جوړېږي، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په امانت کې ساتل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل د روان کال د زمري په لسمه وویل: "په دې اړه د اعلاميې د خپرېدو له نېټې وروسته د لندن، بلجیم برلين، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، كاناډا او اسټراليا استازوليو له لوري کونسلي خدمتونه لكه وثايق، تصدیقونه، عدم مسوولیت، پاسپورټ، د پاسپورټ صدور، د سټیکر تمدید، د ويزې سټيكر او نور د مرکز او اړوندو بنسټونو له لوري د منلو وړ نه‌دي او د بهرنیو چارو وزارت د یادو سندونو په وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه‌لري او نه هم اجرا کېږي."

نور خبرونه

رادیو