ډموکراټانو له کانګرسه غوښتي چې د افغان کډوالو د لیږد بهیر دې له سره پیل شي

۱۱ ساعتونه مخکې

په کانګرس کې یو شمېر نوموتو ډیموکراتانو د امریکا د بهرنیو چارو له نوي وزیر مارکو روبیو ته په استول شوي لیک کې غوښتنه کړې چې واشنګټن دې امریکا ته د افغان کډوالو د لیږد بهیر له سره پیل کړي.

هغوی دا رنګه غوښتنه کړې چې په امریکا کې دې د افغان کډوالو لپاره تر سره کېدونکي خدمتونه هم پیل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په خپلې لومړۍ کاري ورځ د یو اجرایوي فرمان له مخې د کډوالو منل او بهرنۍ مرستې وځنډولې. د دغو پروګرامونو په ځنډولو سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو زرګونه همکاران چې په پاکستان او البانیا کې امریکا ته د تګ لپاره په تمه وو بې برخلیکه پاتې شوو.
د دې تر څنګ، دولتي خدمتونه لکه د خوړو او نورې مالي مرستې د هغو افغانانو لپاره چې امریکا ته لیږدیدلي هم اغیزمنې شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کډوالو د مېشتېدنې بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې چې خپل ټول پروګرامونه دې ودروي او د فډرال مرستې دې پر دغو بنسټونو بندې کړي.
د ټرمپ اداره فکر کوي چې دغه تګلارې به امریکا ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ نن د کډوالو د ایستلو د قانون د لاسلیک پر مهال وویل چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو په مسله کې هغه پخپل دریځ ټینګ ولاړ دی.
د استازو جرګې او سنا په قضایي کمیټو کې د ډموکرات ګوند غړو د چهارشنبې په ورځ په سنا کې خپل پخواني همکار مارکو روبیو ته په استول شوي لیک کې له هغه غوښتي چې د افغان کډوالو د لیږد په بهیر کې دې خپله ونډه ترسره کړي، هغوی وایي چې امریکا ته د دغو کډوالو لیږدول د هغه هېواد په ګټه دي.
دغو ډموکراتو استازو وویل: «د کډوالو د لیږد درول د هغو ژمنو خلاف چاره ده چې د بهرنیو چارو وزارت د خپلو قراردادونو په اډانه کې په امریکا کې د یو شمېر بنسټونو سره وار د مخه کړي دي.»
هغوی د اندېښنې په څرګندونو سره ویلي، چې د دولتي مرستو په ټپه درول «افغان کډوال له بېکورۍ او د خوړو د نه خوندیتوب سره مخامخوي.»
خو بله غاړه د ټرمپ مرستیال په یوې مرکې کې د نصیر احمد توحیدي قضیې ته اشاره کړې چې د تلې په میاشت کې د یو ترهګریز برید په شک د امریکا په اوکلاهما ښار کې نیول شوی و.
جي دي ونس ویلي، چې نوموړی د امنیتي پلټنو سره، سره امریکا ته ورغلی و.

نور خبرونه

رادیو