د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په پروان ولایت کې یې د طالبانو د موټرو یو کاروان په نښه کړی چې په پایله کې یې درې تنه وسلهوال طالبان وژل شوي او درې نور بیا ټپیان دي.
دغه جبهې پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چهارشنبې په ماښام (د سلواغې ۱۰مه نېټه) یې د پروان او کاپیسا ولایت په پوله، صیاد پله ته نږدې د شاهین لوا پوځي اډې دروازې مخې ته د طالبانو د موټرو یو کاروان په نښه کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په تېرو وروستیو کې د دشت شمالي په بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو او په ځانګړې توګه د پخوانیو امنیتي سرتېرو نیونه، ځورونه او نادرکه کول پیل کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یوازې په تېرو څلورو ورځو کې طالبانو د سید خېل، جبل سراج او بګرام ولسوالیو څخه شاوخوا لس تنه نیولي او له دغې ډلې یې بیا د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې شاوخوا پنځه تنه وژلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یوه میاشت وړاندې هم طالبانو د کاپیسا ولایت دوه تنه اوسېدونکي په جبل سراج ولسوالۍ کې ووژل.
د خبرپاڼې په ټکو، د طالبانو له د نیونې او وژنې لړۍ په پروان، پنجشېر او کاپیسا تر څنګ په ځینو نورو ولایتونو کې دوام لري.
له بل پلوه بیا د ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ (یوناما) مقاومت او ازادۍ جبهې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هغو بریدونو مسوولې ګڼلې، چې ملکي وګړو ته په کې زیان اوښتی.
د یوناما د راپور له مخې، د (ډسمبر پر ۲۱مه) په تخار ولایت کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو ملکي وګړی ټپي شو چې هغه مهال د ازادۍ جبهې د دغه برید مسوولیت منلی و.