حمدالله فطرت: یوناما هڅه کوي په بې بنسټه راپورونو د افغانستان وضعیت بې ثباته وښیي

۲۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یوناما د وروستي راپور په غبرګون کې وایي، یوناما د دغه ډول بې بنسټه راپورونو په خپرولو سره هڅه کوي چې د افغانستان وضعیت بې ثباته وښیي او د خلکو په منځ کې اندېښنه خوره کړي.

یوناما وړمه ورځ د یو راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه.
په راپور کې راغلي و، چې د طالبانو د فرمانونو له امله د رسنیو په منځپانګه او چارو کې لاسوهنې د رسنیو ازادۍ ته جدي زیان رسولی دی.
یوناما په خپل راپور کې دا هم ویلي و، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د ناورین حد ته رسېدلی؛ ځکه طالبانو د هغوی پر زده‌کړو، کار او عام ژوند سخت بندیزونه لګولي دي.
خو ښاغلي فطرت د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو سره په خبرو کې ویلي، هغه پېښې چې یوناما یې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونه بولي؛ د افغانستان پرتله په نورو هېوادونو کې ډېرې پېښېږي؛ خو هلته بیا دا د بشري حقونو څخه سرغړونه نه بلل کېږي او نه هم ملګري ملتونه ورته د محاسبې او راپور جوړولو هڅه کوي.
ښاغلي فطرت د یوناما وروستی راپور له حقیقته لرې بللی او هغه یې په کلکه رد کړی دی.
تېره ورځ د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو او بیان ازادۍ په اړه د یوناما اندېښنې بې بنسټه یادې کړې وې او هغه یې په کلکه ردې کړې وې.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي و، چې دغه اندېښنې او نیوکې بې بنسټه، له حقیقته لرې او د لویدیځ لیدلوري پورې تړلې دي.

نور خبرونه

رادیو