‏ د پاکستان اندېښنو ته د طالبانو ځواب: له ناټو راپاتې وسلې خوندي دي او ناسمې نه کارول کیږي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هغو اندېښنو په غبرګون کې چې ویلي یې و، په افغانستان کې له ناټو پاتې وسلې د پاکستان په بریدونو کې کارېدلې، ویلي چې هغه وسلې خوندي دي او هیچاته یې د ناسمې کارونې اجازه نه شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «دغه وسلې د ترهګرو سازمانونو په ګډون د ټي ټي پي له خوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو لپاره کارول شوې دي.»
ښاغلي فطرت د پاکستان شوې ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان ټولې وسلې او نظامي تجهیزات په خوندې توګه ډیپو شوي او هر چاته د لاسرسي وړ نه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو ډلو په پاکستان کې په خپلو بریدونو کې امریکایي وسلې کارولې دي.
پاکستان په خپلې دغې ادعا سره د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې خبرې په یو ډول ملاتړ کړی چې ټرمپ ویلي، طالبان دې یا له دوی ورپاتې وسلې ور وسپاري او یا به پرې د امریکا روانې مرستې بندې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې له طالبانو یې په ځلونو غوښتي، چې د وسله والو ډلو لاسونو ته د امریکايي پرمختللو وسلو د مخنیوي په اړه اړین ګاومونه پورته کړي خو وايي طالبانو بیا هم د دوی دغه اندېښنې په پام کې نه دي نیولې.
د امریکا ولسمشر ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تر راتلو مخکې ویلي و، چې امریکا به افغانستان کې واکمنو طالبانو ته نغدي ډالرې مرستې په دې شرط ورکوي چې هغوی له امریکا ورپاتې هغه وسلې او تجهیزات بیرته امریکا ته ور وسپاري چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو په وخت کې پاتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو