د هند د اوتارپرادیش چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د «کومبه میلا» په مذهبي مراسمو کې چې د دغه ایالت په الله اباد ښار کې ترسره کېدل څو تنه ګډونوال مړه شویدي.
رویټرز د وژل شویو شمېر اووه تنه یاد کړی، خو ځینو هندي رسنیو بیا د وژل شویو کسانو شمېر لس کسه ښودلی دی.
یو سیمه ایز چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي: «په پېښه کې ښایي تر اوو کسانو زیات وژل شوي او د لسو په شاوخوا کې ژوبل شوي وي.»
د سیمه ایزو چارواکو په وینا، د چهارشنبې په سهار د (سلواغې ۱۰مه) دغه پېښه شوې چې د کومبه میلا لپاره زرګونه خلک د سیند پر لور ورځي او په دغو مذهبي مراسمو کې برخه اخلي.
کومبه میلا د هندوانو ستر مذهبي جشن دی چې په ټوله نړۍ کې په هرو دریو کالو کې نمانځل کیږي، چې په نړۍ کې د خلکو د راټولیدلو تر ټولو لویه غونډه هم یادیږي.
په روان کال کې داسې اټکلونه شته چې په دغې میله کې به د شپږو اونیو په ترڅ کې تر ۱۰۰ ملیونه خلکو زیات کسان په کې برخه اخلي.
هندو زیارت کونکي د سیند په اوبو کې غوټې وهي او په دې باوري دي چې په دغو اوبو کې لمبېدل به د هغوی ټولې ګناوې پاکې کړي.