د مصر روغتونونو د غزې په جګړه کې د ټپيانو د درملنې لپاره ټټر وهلی

۲ ورځې مخکې

د الجزیرې خبري اژانس راپور ورکړی، چې په مصر کې روغتونونو او روغتیایي کارکوونکو د غزې د جګړې د ټپيانو درملنې ته چمتووالی ښودلی.

د الجزیرې د راپور له مخې، په راتلونکو ورځو کې به مصر د فلسطین سره خپله پوله بېرته پرانیزي.
د مصر د شمالي سینا سیمې والي خالد میګور ویلي، که چیرې په راتلونکو ورځو کې د پولې د بیا پرانیستلو پرمهال د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته شي؛ نو دوی به ناروغان د قاهرې یا د مصر نورو روغتونونو ته ولېږدوي.
مخکې له دې چې د رفح لاره د اسراییلي ځواکونو له‌خوا ونیول شي، د دغې سیمې د شاوخوا ۸۰۰ ناروغانو درملنه د شمالي سینا په پوله کې د مصر په روغتونونو کې کېده.
له بل پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مصر د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، د واشنګټن او قاهرې لپاره دا مهمه ده چې له نږدې همکاري وکړي او په دې توګه ډاډ ترلاسه شي چې حماس به بیا هیڅکله په غزه حکومت ونه کړي.
روبیو د خپل مصري انډول سره وروسته له هغه تلیفوني خبرې وکړې، چې ټرمپ یو ځلې بیا ټینګار وکړ چې فلسطینیان باید له غزې څخه واېستل شي، مصر او اردن باید هغه فلسطینیان ومني چې له غزې څخه وځي.

نور خبرونه

رادیو