د ټرمپ ادارې د هغه فرمان په عملي کولو پیل کړی چې له مخې یې دایډز، ملاریا، او وچکۍ په څېر ناروغیو لپاره د ژوند ژغورونکو درملو مرستې په نړيواله کچه بندېږي.
د دې پرېکړې موخه د بهرنیو پراختیایي مرستو، د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې پروژو د بیاکتنې لنډمهاله ځنډول ښودل شوي دي.
د رویټرز له خوا ترلاسه شوې یوه یادښت کې ویل شوي چې د دغه فرمان اغېز به پر زرګونو پروژو وي.
د امریکا د پراختیایي ادارې یوه قراردادي شرکت «چیمونیکس» ته خبر ورکړل شوی چې د ایډز، ملاریا، او وچکۍ ناروغیو لپاره درمل بند کړي. دغه پرېکړه به په هغو هېوادونو کې خلک له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ کړي چې دا مرستې یې ترلاسه کولې.
د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې پخواني رییس ډاکټر اتول ګواندي رویټرز ته وویل، « دا یو ناورین دی. شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک چې دایډز درمل یې ترلاسه کول، اوس د دې مرستو له بندېدو سره مخ دي».
په ورته وخت کې، د ټرمپ سپینې ماڼۍ د ټولو فدرالي مرستو او پورونو په اړه د بودجې کنګلولو پرېکړه کړې ده.
دا پرېکړه د تعلیم، روغتیا، کور جوړونې او طبیعي پېښو د مرستو په ګډون پر ګڼو پروژو اغېز لرلی شي.
د دې پرېکړې پر وړاندې د کانګرس ډیموکراټانو کلک غبرګون ښودلی. د کانګرس د بودجې مشرې پټي موري وویل، « دا پرېکړه د قانون او اساسي قانون خلاف ده او په ټوله نړۍ کې به له خلکو سره د مرستې پر وړاندې یو لوی خنډ جوړ کړي».
د ټرمپ حکومت دا بندیزونه په داسې وخت کې عملي کوي چې د امریکا د نړیوالو مرستو کلنۍ بودجه یوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۷۲ میلیارد ډالر وه او د نړۍ د بشري مرستو ۴۲ سلنه یې امریکا ورکوله.
دې پرېکړې نه یوازې د نړیوالو ناروغیو درملنې چارې اغېزمنې کړې، بلکې د زیانمنو ټولنو لپاره د خوړو، د ښځو د روغتیايي مرستو او د ماشومانو د ژغورنې پروګرامونه یې هم له خطر سره مخامخ کړي.
ډیموکراټانو د دې پرېکړې پر ضد خپل غبرګون ښودلی او غوښتنه یې کړې چې دا پرېکړه لغو کړل شي، خو د ټرمپ حکومت ویلي چې دا د هغه د ټاکنیزو ژمنو برخه ده چې « سیستم کې تغییر» راولي.