د سویلي کوریا چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې د بوسان ایر اړوند د ایر بس مساپر وړونکې الوتکې د ښکته کېدو پر مهال اور اخیستی او ډېره برخه یې سوځېدلې ده.
د بوسان ښار د اور وژنې اداره وایي په الوتکه کې ټولې ۱۶۹ سورلۍ او اووه تنه کارکونکي یې له دغې پیښې روغ وتلي او خوندي ځای ته لیږدول شوي دي.