محمدعلي سیف: نواز شریف او مریم نواز د مذاکراتو د ناکامولو په ماموریت کې بریالي شول

پرون

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمدعلي سیف وايي، د قضايي کمېسیون نه جوړولو سره دا په ډاګه شوه چې حکومت وېره لري چې حقیقت به د قضايي کمېسیون له لارې څرګند شي.

هغه وايي، چې نواز شریف او مریم نواز د مذاکراتو د ناکامولو په ماموریت کې بریالي شول.

د هغه په وینا، د عرفان صدیقي او رانا ثناالله له څرګندونو څخه د حکومت د جديت نشتوالی څرګند شو.
وړمه ورځ د مذاکراتي کمیټې غونډه د تحریک انصاف ګوند د نه ګډون له امله وځنډول شوه.
د تحریک انصاف بنسټ اېښودونکي عمران خان څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د قضايي کمېسیون د نه جوړولو له امله حکومت سره یې خبرې اترې پای ته ورسولې.
د هغه په وینا، که حکومت د قضایي کمېسیون د جوړولو اعلان وکړي؛ نو دوی به له عمران خان سره د مذاکراتو د بیا پیل په اړه سره خبرې وکړي.
له بلې خوا د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي مرستیال رانا ثناءالله وایي، چې د تحریک انصاف ګوند مذاکراتي کمیټې غړي له خبرو اترو تښتېدلي.
هغه زیاته کړې، که دغه ګوند پر سړک د مسلې حل غواري؛ نو باید سړک ته راووځي.
د تحریک انصاف او پاکستان حکومت له نږدې یوې میاشتې راهیسې په هېواد کې د سیاسي کړکېچونو د کمولو په موخه په خبرو اترو بوخت دي.
دواړو خواوو تر دې دمه د خبرو اترو درې پړاوونه ترسره کړي؛ خو دغه ګوند له څلورم پړاو خبرو څخه ډډه وکړه.

نور خبرونه

رادیو