د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو د مخنیوي لپاره له طالبانو وار پار خطا شوی، چې له امله یې په روانه اونۍ کې د درېیم ځل لپاره د ډالرو د لیلامولو خبر ورکړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې سبا چهارشنبه (د سلواغې ۱۰مه) د د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړولو په موخه ۲۷ مېلیونه ډالر لیلاموي.
دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو صرافانو او خصوصي بانکونو غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ ۲۰ مېلیونه ډالر او دوشنبې په ورځ ۲۵ مېلیونه ډالره وپلورل.
په دې تړاو د اقتصادي چارو شنونکي بیا وایي، له هغه ځایه چې د افغانستان اقتصاد د نورو پر مرستو ولاړ و؛ خامخا به د مرستو بندېدل پرې اغېز پرې باسي.
د شنونکو په وینا، افغانستان یو وارداتي هېواد دی او پر وارداتو ولاړ هېواد خپل د اړتیا وړ توکي له بهره واردوي؛ کله چې یو هېواد بهرني واردات ولري، نو د وارداتو لپاره د بهرنیو اسعارو کارول حتمي دي او کله چې په بازار کې د ډالرو لپاره تقاضاوې لوړېږي؛ دا حتمي خبره ده چې په هېواد کې به د افغانیو پر ارزښت هم اغېز کوي.
له افغانستان سره د امریکا د مرستو د بندېدو سره هممهاله د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ډېر ټیټ شوی چې ورسره هم مهاله د خوراکي توکو په بیو یې هم منفي اغېز کړی دی، چې له دې سره ګڼ افغانانو د بیو له لوړوالي شکایت کړی.
په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر افغانان له تېرو څو ورځو راهیسې د خوراکي توکو د بیو د پام وړ لوړوالي له امله سر ټکوي.
هېوادوال وایي، په بازارونو کې د وړو، ورېجو او غوړیو بیې شاوخوا لس سلنه لوړې شوې دي او ډېر خلک یې د اخیستو وس نه لري.