د ازادۍ جبهه: په کندوز کې مو ۴ طالبان وژلي او ۳ نور ټپیان کړي

۱۸ ساعتونه مخکې

د ازادۍ جبهې د چهار شنبې په ورځ په کندوز ولایت کې د یوې چاودنې په پایله کې د ۴ طالبانو د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

دغې جبهې په خپل اېکس کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې ده، چې د یادې جبهې جنګیالیو یاد شمېر طالبانو ته د کندوز ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په قرارګاه کې مرګژوبله اړولې ده.
د ازادۍ جبهه په داسې حال کې د دغو طالبانو د مرګژوبلې خبر ورکوي، چې دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ «یوناما» د یوه راپور په خپرولو سره مقاومت او ازادۍ جبهې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د هغو بریدونو مسوولې ګڼلي، چې ملکي وګړو ته په کې زیان اوښتی.
د یوناما د راپور له مخې، د ډسمبر پر ۲۱مه په تخار ولایت کې په ډېران کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو ملکي کس ټپي شوی و، چې مسوولیت یې دغې جبهې په غاړه اخیستی دی.
که څه هم د مقاومت جبهې دغه راپور رد کړ، خو ازادۍ جبهې بیا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
له دې سره، د تېرې میاشتې په ۱۲مې د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر بیا وویل، چې د دغې جبهې له جوړېدو راهیسې پر طالبانو ۳۴۸ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۸۶۴ طالبان وژل شوي او ۸۹۴ نور ټپیان شوي دي.
داوود ناجي وویل، چې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې بریدونه به په ۲۰۲۵ کال هم په ډېر قوت سره دوام وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د ازادۍ جبهې د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندوز، بدخشان او تخار په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد هدفي عملیات کړي دي.
دا په داسې حال ده، چې دغې جبهې تر دې وړاندې په ټول هېواد کې د طالبانو جاسوسانو ته خبرداری ورکړی و، چې له جاسوسۍ او توطیې څخه چې د خلکو د ځورولو او نیولو لامل کېږي لاس واخلي.
د دوی په خبره، تر دې وروسته به د طالبانو ترڅنګ هغه کسان هم په نښه کړي، چې د طالبانو د انساني ضد جرایمو لامل کېږي.
سره له دې چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو ادعاوې کېږي او له دې وضعیت څخه د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونه اندېښمن شوي دي، خو طالبان وایي، چې دوی د افغانستان په خاوره کې هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته ځای نه دی ورکړی او نه هم له دې هېواد څخه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ پېښېږي.

نور خبرونه

رادیو