دا ورځې، یو له مهمو(!) خبرونو څخه دا دی، چې امریکا ګواکې ۱۵ میلیونه ډالر د اوسنیو واکمنو د ورځنۍ کارونې په‌پار د بلاربولو د مخنیوي په کڅوړو (کانډمونو) لګولي دي. خلک حیران دي، دا یعنې څه؟

په دې لیکنه کې د هېڅ راز پخوانیو یا اوسنیو تبلیغاتي هڅو د سپیناوي یا توراوي هڅه شوې نه‌ده، موږ دا نه‌وایو، چې کوم تبلیغات سم او کوم تبلیغات ناسم دي، بلکې غواړو د افغانستان خلک پوه شي، چې د هغوی په برخلیک د لوبو په لړ کې له تبلیغاتو څخه څه ډول استفاده کیږي؟

دا کیسه کټ مټ د افغان نجونو او هلکانو په پاکو او سپېڅلیو ښوونځیو او د معصومو نجونو په زدکړو پسې د کرکجنو تبلیغاتو څپه تداعي کوي، لکه د جمهوریت پرمهال په ارګ کې د کلیسا شتون یا هم هره ورځ هلته د اتلس ډوله غوښو د خوړلو او په دولتي ادارو کې د فحشا د عامېدلو کیسو ته ورته ده. غمیزه دلته نه‌ده، چې په سیاسي بدلونونو او اړدوړونو کې داسې تبلیغات له بهره سرچینه اخلي، بلکې لویه غمیزه دا ده، چې ساده افغانان یې مني او بلکې په زخمي ټولنه کې د کرکو او عقدو لامل ګرځي، هر سیاسي لوری چې یوه تبلیغاتي څپه د خپل دوښمن په تاوان وویني، نو هغې ته هوا ورکوي او ښه بېدرېغه یې ډنډوره کوي، په دې هېڅ فکر نه کوي، چې د دغو تبلیغاتو تاوان یوازې د دوی دښمنې ډلې یا دښمنو شخصیتونو ته نه رسیږي، بلکې عمومي کیږي او ټوله ټولنه زیانمنوي. دوی له دې هم نه ویریږي، چې ښايي ژر یا وروسته دوی پخپله د همداسې تبیغاتي ډنډورو ښکار شي. غمیزه تر دې لا ورهاخوا داسې غځیږي، چې هر لوری وايي:

-« زموږ د دښمنو په اړه تبلیغات سم دي، خو زموږ په اړه درواغ وايي.»

له هغې ورځې نن سبا سل کاله اوړي، چې انګریزانو د اماني ځوان مختګ‌غوښتونکي نهضت و حاکمیت په وړاندې د همداسې خرافاتي تبلیغاتو څپو ته زور ورکړ او د اکسفورد د کوڅې د عکاسیو په لابراتوارونو کې یې د نړۍ لومړني فوتوشاپ شوي عکسونه، چې د روښانه ملکه ثریا نیمه بربنډ عکسونه یې جعل کړي وو، خلکو ترمنځ وپاشل او د ساده و مؤمنو افغانانو زړونه یې له اماني حکومت څخه په بل مخه واړول. بېشکه چې دا د انګریزي تبلیغاتو پیل نه و، خو د اغېز او ځواک له کبله یې لومړني منظم او ځپونکي تبلیغات ګڼلای شو.

له هغې ورځې ترنن پورې ښکېلاکي تبلیغاتو، چې د سړې جګړې پرمهال یې بیخي زیات زور وموند، په افغانستان کې عامه افکار او ټولیز ذهنیت ارامۍ ته پرې‌نه‌ښود او عمومي عصبیت، شک،د اعتماد بحران، بې‌باوري او ملي نفاق یې رامنځ‌ته کړل.

د ۱۹۷۰ مې لسیزې د پای له کلونو څخه، چې د پخواني شوروي پر ضد د سړې جګړې تبلیغاتي ماشین په سیمه کې چالان شو، تر نن پورې یې خوله بنده نه‌شوه او تر ټولو لوی بلهاریان (قربانیان) یې افغانان وو. افغانانو په دې رواني – تبلیغاتي جګړه کې د ټولنیز تفکر ثبات له لاسه ورکړ، ملي یووالي او ارزښتونه یې وننګول شول، هویتي کړکېچ یې رامنځته کړ او په خرافاتو باور یې پیاوړی کړ.

په ۱۳۶۰ مو کلونو کې یې په کابل کې د واکمن نظام پر وړاندې د کرکې راپارولو لپاره په شدت تبلیغاتي جګړه راپیل کړه، هغه وخت هر هغه څوک چې په قیر سړک ګرځېدل یا د برېښنا رڼا ته کېناستل کافر ګڼل کېدل. په کلیو کې اوازې شوې، چې کمونیستان سپین‌ږیري او سپین‌سرې شوروي ته بیايي او هلته ترې صابون جوړوي. چا ویلي وو: په کوپون کې چې کوم صابون ورکوي، په دې کې د یوه افغان سپین‌‌ږیري خط خلکو ته په ګوتو ورغلی و، چې لیکلي یې وو: «موږ یې راوستلو او دلته راڅخه صابون جوړوي... »

په دې دوره کې یې ویل: « هورا!!!» د لینین مور نومېده او کمونیستان هروخت هغې ته چیغې وهي. دا وخت یې ویل چې کمونیستان خور و مور نه پېژني او هر څوک چې ګوند ته منل کیږي اول یې په قرآن مجید خيژوي...

دا کیسه له دواړو خواوو روانه وه، چپي اړخونو هم ویجاړوونکي تبلیغات کول، د کډوالو په کمپونو پسې به رنګارنګه تبلیغاتي څپې خپرېدې، خو ادبیات یې یوڅه بدل وو.

له ۱۳۶۰ لسیزې راهیسې تر نن پورې د تکفیري تبلیغاتو چاړه تر هر بل تبلیغه ډېره تېره او غوڅوونکې وه، هر حکومت به چې په افغانستان کې جوړ شو، له پاکستان څخه به تکفیرېده، د تکفیر ادبیات هماغه زاړه وو، خو خلک نه هوښیارېدل، کټ مټ لکه د ۱۳۶۰ مو کلونو په شان د جمهوریت په کلونو کې هم کابل کافر و، یوازې د شورویانو ځای امریکایانو نیولی و. د امریکایانو تر نیواک لاندې افغانستان د همغو دریځونو له خوا تکفیریده چې د شورویانو پر وړاندې یې امریکایان « اهل کتاب» او « محب مجاهدین» ګڼل.

اووه – اته کاله پخوا خوست ته له وزیرستان څخه راکډه شویو افغانانو لیدلو ته ورغلم، ومې پوښتل چې د افغانستان د شرایطو په اړه څه فکر کوي؟څو تنو یې راته وویل:

« پاکستاني پوځ ظلمونه راپیل کړل، مجبور شوو چې بر وطن ته راکډه شو، خو د پاکستان پوځ‌پلوه ملایانو راته ویل: افغانستان د کفر وطن دی، هلته اذان، لمونځ او اسلام نه‌شته، په خوست کې امریکایان په سړکونو د خلکو ښځو ته لاس وراچوي او ماښام په سرکونو ښځې ونر یوځای ناڅي... دلته چې راغلو تر پاکستان زیات اسلام ټینګ دی، خلکو په خپلو کورونو کې ځای راکړ، خلکو خپله ډوډۍ راسره نیمه کړه، پبنځه وخته لمونځ مو په جماعت دی...»

ماته دا تبلیغات نوي نه وو، خو په دوو څیزونو خپه وم: یو دا چې زموږ خلکو له ۱۹۷۰ تر ۲۰۱۰ پورې فرق نه و کړی، هماغسې ساده او ژر تېرايستل‌کېدوني خلک وو او دویم دا چې دښمن لا هم ډاډه و، چې تبلیغات یې ځای نیسي.

د افغان نجونو د ښوونځيو او په ټولیزه توګه د جمهوریت په وړاندې د هراړخیز فساد ډنډورې د همدې تبلیغاتو تر ټولو زهرجنې څپې وې، دا هيڅکله په دې مانا نه ده، چې فساد به نه و. فساد هرځای او هرکله شته او په جمهوریت کې ځکه زیات و، چې د مالي فساد لپاره امکانات زیات وو، له بهره دومره پیسې راتلې، چې ځوانې ادارې ټولې په روڼتیا و شفافیت جذبولای او لګولای نه شوې. فساد همدا اوس تر جمهوریت ځکه زیات دی، چې امکانات یې هومره نه شته، خو اشتها، اراده او تلوسه یې ترهغه وخته زیاته ده. د دغو تبلیغاتو یو لوی ملي او تاریخي تاوان د هغه ټولیزکول (کلیت ورکول) وو او دي. په جمهوریت کې به سلګونه فاسد چارواکي وو، خود فساد په اړه تبلیغاتو دومره عمومیت لاره چې ټول پاک افغانان هم خلکو ته ککړ ښکارېدل او دا باور یې عام کړی و، چې خدای مه‌کړه، هر افغان فاسد دی.

د ټولنیزو نیمګړتیاوو ټولیزکول ( عمومیت ورکول) د ټولنپوهنې د علم له نظره یو لوی مصیبت دی، چې په ټولنه کې د سمون انګېزه له منځه وړي او لویه ویجاړتیا یې د ټولیز باور له منځه وړل دي.

۱۵ میلیونه ډالره بلاربتیا ضد کڅوړې اخیستل د افغانستان ټول نرینه نفوس ته هم بس ده، که له طنز څخه تېر شو، دا یوه ترخه تراژيدي او تاریخي تمسخر دی. د دې کڅوړو عمومیت یوې بشپړې ټولنې ته سپکاوی دی. د مستبدې واکمنې ډلې هرغړی به حیران وي، چې دا کڅوړې څه شوې او چا ته ورسېدې؟ دا پوښتنې ځواب نه غواړي، ځکه ټول پوهیږي، چې کیسه څه ده؟ بلکې فکر په دې په کار دی، چې له دې ولس سره ولې داسې کیږي؟ ولې دومره په سپکه ورته کتل کیږي؟ د واکمنې ډلې هرغړی او د پاکو سپېڅلیو افغان نجونو د زده کړو هرمخالف باید د ښکېلاک په تبلیغاتي ځواک پوه شي.

د نجونو ښوونځي داسې سپېڅلي وو، لکه د وطن د میندو سپيڅلي پلوونه. هغوی چې په تېرو کلونو کې یې د همدغه تبلیغاتي ماشین د ډونډورو له مخې خپلې معصومې زده کوونکې خویندې په سپکاوي یادې کړې او د فساد په نامه یې ګڼ هېوادوال او پاک افغانان سپک کړي، اوس دې ټولو هغو پېښو ته په خپله هینداره کې وګوري. دوی باید اوس پوه شي، چې د نجونو په ښوونځيو پسې زهرپاشل، په ارګ کې د کلیسا شتون او د ورځې ۱۸ رقمه غوښه خوړل او په دولتي ادارو کې د فحشا یوه عادي خبره ګرځول همدومره ناسم، دروغ، بد او له سپکاوي ډک تبلیغات وو، لکه نن چې په دوی پسې د ۱۵ میلیونه ډالرو په قیمت د خورا بد شي سند راایستل شوی دی.

څنګه پایله اخیستلای شو؟

وخت یې دی، چې له دې ټولو پند واخلو. موږ تر هرڅه وړاندې د اعتماد د بحران قربانیان یو. د اعتماد دغه بحران د همداسې تبلیغاتي څپو له کبله رامنځته شوی دی. موږ خپلې معصومې لوڼې و خویندې، خپل هېوادوال او خپل سیستمونه د خپلې مشاهدې او عیني تجربې له مخې نه، بلکې د دښمنانو د تبلیغاتو په هینداره کې پېژنو.

د ویښو روښانګرو کادرونو، لیکوالو، فرهنګیانو او ملي شخصیتونو د هڅو یوه برخه باید د ملي باور او اعتماد بېرته رغول او ژغورل وي. په دې لړ کې ښايي ولس پوه کړای شي، چې د هغوی تر منځ د عمومي عصبیت، کرکې، تکفیر، شک او بې‌باورۍ شاته د چا لاسونه دي او زهرجن تبلیغات څه او څه کولای شي؟

نور خبرونه

رادیو