د ایران کورنیو چارو مرستيال وزير وایي، چې په دغه هېواد کې څلور ميليونه او ۵۰۰ زره قانوني او شاوخوا ۲ ميليونه غير قانوني افغان کډوال ژوند کوي.
علي اکبر پور جمشيدیان ويلي، چې د پولو د امنيت خونديتوب لپاره یې پر پوله د دیوال جوړولو چارې پيل کړې دي.
د ایران د کورنيو چارو مرستيال وزير، چې څو ورځې وړاندې ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سره کابل ته په سفر تللی و، نن چار شنبه ايراني رسنيو ته وویل، چې په ایران کې د غير قانوني افغان کډوالو په شمېر کې کمښت راغلی او یو شمېر يې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ایران انتخاب رسنۍ د رپوټ له مخې، پورجمشيديان د ایران او افغانستان تر منځ د امنيتي او قانوني مسايلو په برخه کې تر ټولو ستره موضوع غير قانوني افغان کډوال یاد کړل.
نوموړي د پولو د تړلو اړوند وويل: « یوه بله امنيتي مساله چې موږ یې اوس مهال له خپلو افغان وروڼو سره لرو د پولې تړلو موضوع ده، چې دا مهال د ایران له خوا تر سره کيږي او په دې تړاو په ځينو برخو کې له افغان لوري سره اختلافي مسایل شته.»
پورجمشيديان زياته کړه، چې ایران او افغانستان پر پوله ستونزې لري، چې په ګډه همکارۍ باید حل شي.
نوموړي وويل: « موږ باید د اختلافي مسایلو په اړه سره کښینو او د دقیقو سرحدي کرښو د ټاکلو په اړه د تخصص له لارې مساله حل کړو.»
د هغه په خبره، د ترهګرۍ، انساني او نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري.
دغه ايراني چارواکي دا هم ويلي، چې که څه هم پر پوله د ترهګرۍ د کنټرول توان لري خو په ختيزو پولو کې له پاکستان او افغانستان سره د ترهګرۍ له اړخه لا هم ستونزي شته.
نوموړي له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاق اړوند وويل: « له دې سره چې په افغانستان کې چارواکو د نشه یي توکو او کوکنارو کښت منع کړی، خو باوري يو چې لا هم د نشه یي توکو لويې زيرمې شته.»
د هغه په وینا، دغه نشه یي توکې له افغانستان څخه ایران ته قاچاق کيږي، چې د دغه هېواد ټولنیز او د سرحدونونو امنيټ يې اغېزمن کړی.
پورجمشیدیان زیاته کړې، چې دوی پر پوله د یرغمل نیولو او انساني قاچاق ډلو په وړاندې هم مبارزه کوي.
هغه زیاته کړې، «په دې ډلو کې افغانان دي او په ځینو برخو کې ایرانیان هم ورسره وي. په ایران او افغانستان کې د ځینو منظمو جرمونو شاهدان یو. داسې ډلې شته چې دا جدي جرمونه ترسره کوي، او که موږ له یو بل سره همکاري ونه کړو، نو په دې برخه کې به ډېرې ستونزې رامینځته شي.»