برېتانیا د هغو سلګونو افغانانو د کډوالۍ غوښتنې رد کړې، چې امریکا ته یې د لېږد بهیر ځنډېدلی

۱۳ ساعتونه مخکې

ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د برېتانیا حکومت د هغو افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه رد کړل، چې ټرمپ یې د الوتنو مخه نیولې وه.

د راپور له مخې، دا هغه کډوال دي چې په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ شوي دي.
د ټرمپ په امر د ۱۶۰۰ هغو افغان کډوالو الوتنې لغوه شوې، چې په پاکستان کې مېشت دي او امریکا ته د لېږد په تمه و.
یادو کډوالو له برېتانیا څخه غوښتي، چې خپلې دروازې د دوی پروړاندې پرانیزي، تر څو له پاکستانه چې له ځورونو سره مخ دي وتښتي.
یاد کډوال وایي، چې دوی د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیاوو له امله ځورول کېږي.
په کندوز ولایت کې د امریکایي ځواکونو یوه همکار مسعود ډیلي ټېلګراف ته ویلي، چې ټاکل شوې وه روانه میاشت امریکا ته ولېږدول شي.
نوموړی چې اوسمهال د پاکستان په راولپنډي کې اوسېږي وایي: «مونږ بند پاتې یو. زه افغانستان ته ستنېدلی نه شم ځکه طالبان مې وژني او اوس بیا امریکا هم خپلې دروازې زمونږ پروړاندې بندې کړې. زما یوازینۍ هیله برېتانیا ده او دعا کوم چې هلته د ژوند کولو فرصت راته برابر شي.»
یادې ورځپاڼې د خپلې سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې ټاکل شوې برېتانیایي چارواکي په دغه هېواد کې د مېشېتېدو په موخه د دغو کډوالو غوښتنلیکونه رد کړي.
د امریکایي ځواکونو بل افغان همکار میثم ساعي چې ۳۰ کاله عمر لري وویل: «زه د کډوالۍ ځانګړې ویزه لرم، خو داسې ښکاري چې دغو بندیزونو مونږ هم بې برخلیکه کړي یو.»
هغه وایي: «برېتانیا مو وروستۍ هیله ده. مونږ د لوېدیځ د ملاتړ لپاره ژوند له ګواښ سره مخ کړ او اوس له هېڅ سره مخ شوي یو، هیله لرم چې د برېتانیا حکومت مو یوازې پرېنږدي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بیا واکمنېدو په دویمه ورځ امر وکړ، چې په پاکستان او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د انتقال بهیر دې د لنډ مهال لپاره وځنډول شي.
ټاکل شوې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د کورني امنیت اداره د دې کډوالو د منلو بهیر وڅېړي، څو هغه امنیتي تشې ډکې کړي چې تل یې د جمهوري غوښتونکو له خوا یادونه شوې ده.
ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال امریکا ته د کډوالو د ننوتلو د ختمولو او مخنیوي خبره کوله او کډوال یې د دغه هېواد د امنیت لپاره ګواښ باله.

نور خبرونه

رادیو