د خوړو نړیوال پروګرام: له ۶ میلیونو ډېر افغانان د ورځې یوازې یوه یا دوې ډوډۍ خوري

۲ ورځې مخکې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام رییسه وايي چې د نړیوالو مرستو کمېدو او د امریکا د بهرنیو مرستو د بندېدو له امله دغه اداره یوازې نیمایي اړو افغانانو ته مرسته رسولی شي.

سیاو وي لي رویټرز ته وویل چې ډېری خلک یوازې په «ډوډۍ او چای» ژوند کوي.

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا راتګ سره هممهاله د اقتصادي ناورین تر پولې ورسېد او ټولې پرمختیايي او امنیتي مرستې پرې بندې شوې. د بانکدارۍ پر سکتور هم سخت محدودیتونه ولګول شول.

له هغه وخت راهیسې بشري مرستو چې د غیرانتفاعي سازمانونو له لارې تمویلیږي، ځینې اړتیاوې پوره کړې دي، خو مرستندویان په وروستیو کلونو کې په دوامداره توګه خپلې مرستې کموي.

د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو بندیزونو، د بشري حقونو محدودولو او د سودان، اوکراین او غزې په څېر د نړۍ نورو ناورینونو له افغانستان سره مرستې کمې کړې دي.

په افغانستان کې لوږه

د مرستو کمېدو له امله له ۱۵ میلیونه افغانانو څخه چې خوراکي توکو ته بیړني اړ دي، یوازې نیمایي برخه مرستې ترلاسه کوي.

دا په دې معنا ده چې د ژمي په دې سخت وخت کې له ۶ میلیونو ډېر خلک د ورځې یوه یا دوې ډوډۍ خوري.

سیاو وي لي وویل، « دا ډېر بد وضعیت دی، ځکه دا خلک په بشپړه توګه له مرستو محروم شوي دي».

تېره جمعه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټولو موجوده بهرنیو مرستو د بندولو اعلان وکړ او نوې مرستې یې هم بندې کړې.

دا پرېکړه ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړې، چې غواړي معلومه کړي د مرستو وېش د هغه له بهرنۍ پالیسۍ سره سمون لري که نه.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د بشري مرستو ۴۰ سلنه برخه یوازې امریکا تمویلوله. دا لا څرګنده نه ده چې دغه بندیز به په افغانستان کې د بشري عملیاتو پر وضعیت څه اغیز وکړي.

ښځې او د ماشومانو اړتیاوې

سیاو وي لي وویل، « زه هیله لرم چې د هرې پرېکړې د تطبیق پر مهال د افغانانو اړتیاوې په پام کې ونیول شي، د ښځو او ماشومانو اړتیاوې».

مرستې په دې هم کمې شوې چې د ښځو پر کار د طالبانو د حکومت بندیز نړیوال مرستندویان اندېښمن کړي.

تېره اونۍ د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال وویل چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او ددې ډلې د قاضي القضات د نیولو غوښتنه یې کړې ده. هغه دغه دوه طالب چارواکي له ښځو او نجونو سره په ظلم او ناروا تورن کړل.

سره له دې چې طالبانو د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز لګولی ، سیاو وي لي وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام لا هم ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو لارې لري.

هغې وویل، « سره له دې چې مرستې کمې دي او بندیزونه هم دي، موږ له ښځو سره د مرستو لپاره خپلې لارې برابرې کړې دي».

نور خبرونه

رادیو