د طالبانو امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند وايي، له دوی سره په تېرو لسو مياشتو کې ۱۴ زره ۱۷۷ شکایتونه ثبت شوي دي.
سیف الاسلام خیبر زیاتوي چې په دغه موده نږدې ۶ زره شکایتونو ته د رسېدنه شوې ده.
ښاغلي خیبر نن دوشنبې «د سلواغې ۸مه» په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې یاد وزارت له لوري د خلکو ستونزو او شکایتونو ته د رسېدنې لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.
د هغه په وینا له دغو شکایتونو په یاده موده کې ۲ زره ۶۴۵ شکایتونه په پلازمېنه کابل او ۵ زره ۶۸۶ په ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د طالبانو دغه ویاند لیکلي:«چې د یادو شکایتونو له ډلې څخه ۵ زره ۷۵۵ شکایتونه په بریالیتوب سره حل شوي، ۲زره ۷۲۰ شکایتونه تر څېړنو لاندې دي او ۱۶۳۲ شکایتونه د حل په موخه اړوندو مراجعو ته لېږل شوي دي.»
د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند همدارنګه ویلي، چې د یادو شکایتونو په ډله کې ۴ زره ۴۴ هغه شکایتونه هم شامل دي، چې د ټلیفوني اړیکو له لارې ثبت شوي دي.
دی زیاتوي، ګڼ شمېر شکایتونه، چې د امربالمعروف اړوند نه و هم له دغه وزارت سره ثبت شوي وو، چې شکایت کوونکو د اړوندو شکایتونو د ثبت په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورته شوې دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند د شکایتونو د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي په ډاکه کړي.
نیوکې دا دي چې طالبان د ستونزو حل په تړاو یوازې تبلیغات کوي او ان د دوی له غړو د ښځو په تړاو کیدونکو شکایتونو ته هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي.