طالبانو محمد نعیم د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه معرفي کړ

پرون

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، په قطر کې د دې ډلې پخوانی سفیر محمد نعیم د دی وزارت د اداري مرستیال په توګه معرفي کړ.

تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل خبر ورکړی و، چې طالبانو په دوحه کې د افغانستان سفارت سرپرست محمد نعیم کابل ته غوښتی او د هغه پر ځای یې سهیل شاهین ټاکلی دی.

سرچینو «د مرغومي ۱۸مه» ویلي و، چې نعیم وردګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نوی اداري معیین ګومارل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې «د سلواغې ۷مه» په خپله اېکسپاڼه کې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له لوري ښاغلی محمد نعیم د یوې غونډې په ترڅ کي د وزارت ریسانو، معاونیو او کارمنانو ته د وزارت د اداري مرستیال په توګه معرفي شو.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دا ټاکنه ددې ډلې د مشر هبت الله د حکم پر اساس شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په لومړیو کې محمد نعیم ددې ډلې د فرهنګي کمېسون غړی و، بیا وروسته په قطر کي د طالبانو سیاسي دفتر د غړي ترڅنګ واک ته د دې ډلې رسېدو سره په دوحه کې د افغانستان د سفارت سرپرست په توګه کار کاو.

د طالبانو له وروستیو ګومارنو څرګندیږي چې دغه ډله هڅه کوي په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر فعالیتونه کم کړي او پر سفارت تمرکز ډېر کړي.

نور خبرونه

رادیو