د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته د سفر پر مهال ددغه ښار یوه رستورانت ته د ماښام ډوډۍ لپاره لاړ.
عراقچي د بشارالاسد د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې سوریې ته هم تللی و او له هغه سره له لیدنې وروسته یې د دمشق په یوه رستورانت کې ډوډۍ خوړلې وه.
عباس عراقچي د دمشق په یوه عام رسټورانټ کې د ډوډۍ خوړلو له لارې دا پیغام ورکول غوښتل، چې هلته امنیت ټینګ دی او تهران له دمشق سره د پخوا په څېر خپلې اړیکې پالي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر امنیتي وضعیت د تسلط ادعا کوي.
طالبان له داعش سره د جګړې په حال کې دي، چې تهران هم ورته د شریک دښمن په سترګه ګوري.
یو شمېر رپوټونه وايي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سفر وړاندې د خپل امنیت په تړاو له طالبانو ډاډ ترلاسه کړی و.
ظاهرا په عامه ځایونو لکه رسټورانټونو کې د عراقچي ډوډۍ خوړل د امنیتي باور د منعکسولو سمبولیکه هڅه ده.
د یکشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۷مه، عباس عراقچي د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره په ارګ کې ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو، افغان کډوالو او د هلمند سیند د حقابې په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، ملا حسن اخوند په غونډه کې عراقچي ته وویل چې طالبان د اوبو په مساله کې ایران ته د زیان رسونې اراده نه لري.
هغه دا هم وویل چې په ایران کې کله ناکله د افغانانو اعدام په افغانستان کې د خلکو احساسات پاروي.