د طالبانو د کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشې شول

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو یې ۶۶ افغان بندیان خوشې شوې دي.
یاد وزارت وايي، دغه بندیان په دې وروستیو کې له درې ورځو تر یوې میاشتې پورې په زندانونو کې بندیان وو.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبه د (سلواغې شپږمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو یې ۶۶ افغان بندیان خوشې شوې دي.
د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت په حواله ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بندیان هېواد ته په راستنېدو سره خپلو سیمو ته لېږدول شوي او په دې سربېره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم شوې دي.
تر دې وړاندې هم طالبانو له پاکستان څخه تر سلو د زیاتو افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د سلواغې په لومړۍ نېټه ویلي و، چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل.
که څه هم دا مهال د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍکې د پولیسو له خوا د تېرو دوو اوونیو پرتله د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ورو شوې خو یو مخ نه ده درېدلې.
په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي

نور خبرونه

رادیو