د بلوڅو د یووالي غورځنګ د (سلواغې ۶مه) خبر ورکړی چې د بلوچستان ایالت د چاغي ولسوالۍ په ډالبندین سیمه کې یې د بلوڅو د نسل وژنې ستره یاد غونډه روانه ده چې په کې د پاکسان د پوځ له لوري د تري تم شویو او وژل شویو بلوڅانو د کورنیو غړو هم برخه اخیستې ده.
د پاکستان د سنا مجلس پخواني غړي افراسیاب خټک ویلي چې دغه غونډه د پاکستان له لوري له رسنیزو محدودیتونو سره مخامخ شوې او یو شمېر خنډونه یې هم ورته جوړ کړی دي. د هغه په خبره، بلوڅان د ډالبندین غونډه کې په هر ډول او بڼه د بلوڅو د نسل وژنې غوښتنه کوي.
د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ په وینا؛ زرګونه کسانو غونډه کې ګډون کړی او په یو غږ د روانې نسل وژنې خلاف دریدلي دي.
هغې د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې له هر ډول فشارونو سره، سره یې له خپل کړي هوډه نه شي راګرځولی او په خپلو فعالیتونو کې به لا پیاوړې شي.
هغې پر بلوڅانو غږ کړی چې په زور د لادرکه شویو کسانو د ژغورنې لپاره د غونډې ځای ته ځانونه ورسوي او د بلوڅانو د روانې عدالت غوښتنې سره دې یو ځای شي.
په ورته مهال د بلوڅو د بشري حقونو یو بنسټ د دغه غونډې د امنیت په تړاو ژوره اندېښنه ښوولې او ویلي دي چې په سیمه کې په پراخه کچه د پاکستان امنیتي ځواکونه ځای په ځای شوي او د انټرنیټ خدمتونه هم بند شوي دي. دغه سازمان ویلي چې د پاکستان حکومت دغه چلند په ښکاره توګه له بشري حقونو سرغړونه ده.
د افغانستان انټرنشنل په ترلاسه کړو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې بلوڅو ماشومانو او مېرمنو د خپلو کورنیو د وژل شویو غړو تر څنګ په زوره د لادرکه شویو کسانو انځورونه هم لاسونو کې نیولي دي.
د بلوڅو یووالي غورځنګ د پاکستان پر پوځ په وار، وار تورونه لګولي چې د بلوڅانو په نسل وژنه کې لاس لري او په لوی لاس یې پرته له شواهدو بلوڅان په جبري توګه لادرکه کړي او زنداني کړي دي.
ماهرنګ بلوڅ تر دې مخکې په اسلام اباد کې هم د زرګونه بلوڅانو په ملاتړ د پاکستان د پوځ خلاف لاریونونه وکړل او په کې یې غوښتنې وکړې چې د بلوڅانو نسل وژنه دې پای ته ورسوي.
له دې ورهاخوا بیا د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پاکستاني پوځ تور پورې کوي چې د پښتنو په نسل وژنه کې ښکېل دي او د پښتنو په سیمو کې یې نا امنۍ ته لمن وهلې ده. یاد غورځنګ نږدې درې میاشتې وړاندې په خېبر پښتونخواه کې د پاکستان د پوځ خلاف د پښتنو یوه لویه جرګه هم رابللې وه. جرګې پرېکړه کړې وه چې پاکستاني پوځیان به د دوه میاشتو په اوږدو کې د خېبر پښتونخواه له ټولو سیمو وځي؛خو دا پرېکړه لا هم پلې نه شوه.