پاکستان د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې ګنې د داعش مرکزونه په پښتونخوا او بلوچستان کې دي

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ پنجشنبه د سلواغې څلورمه په یوې خبري ناسته کې د طالبانو حکومت هغه ادعا رد کړه چې ګنې د داعش مرکزونه په پښتونخوا او بلوچستان کې فعال دي.
طالبانو دوه ورځې وړاندې ويلي و، چې داعش په دغو دوو ایاتونو کې فعال مرکزونه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان تېره ورځ پنجشنبه د (سلواغې څلورمه) د دغه وزارت په اوونېزه خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې د طالبانو حکومت هغه ادعا ناسمه ده چې ګنې د داعش وسله والې ډلې مرکزونه په پښتونخوا او بلوچستان کې فعال دي.
دوه ورځې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسیون په حواله لیکلي و، چې له افغانستانه تښتېدلو د داعش مشرانو د پاکستان په قبایلي سیمو کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي.
خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د طالبانو داسې ادعا ردوي او زیاتوي چې داسې خبرې حقیقت نه لري او یوازې د دوو هیوادونو تر منځ د ښو اړیکو فضا زیانمنوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نه یوازې دا چې د دغه هیواد په دوو ایالتونو کې د داعش موجودیت ردوي، بلکې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وايي: «افغانستان کې د ټي ټي پي خوندي مرکزونه موجود دي. موږ يې شواهد لرو او په افغانستان کې د هغوی په شتون انديښمن يو، موږ په وار، وار افغان سرپرست حکومت سره په دي مسله خبرې کړې دي.»
د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسیون ویلي و، چې داسې باوري اطلاعات په لاس کې لري چې له مخې یې «د کراچۍ او اسلام اباد هوایي ډګرونو له لارې په بلوچستان او د پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې خپلو مرکزونو ته له ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو څخه نوي جذب شوي کسان را لېږدوي او کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې له دغو کسانو څخه په استفادې د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بریدونو هڅه وکړي.»
واک ته د طالبانو تر رسیدو څه باندې درې کاله کیږي، چې پاکستان او د طالبانو حکومت یو د بل په وړاندې دا ډول ادعاوې کوي او یو پر بل ترهګرو ډلو ته د پټنځایونو د ورکولو پړې اچوي، خو شنوونکي دا ډول رسنیزې جګړې له وړاندې پلان شوې بولي او وايي، چې پاکستان او طالبان د یوې سیکې دوه مخه دي.

نور خبرونه

رادیو