د خیبر لپاره د ټي ټي پي والي پاکستاني پوځ وژلی

۵ ساعتونه مخکې

د تحریک طالبان پاکستان سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نن سهار د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ لپاره د ټي ټي پي والي، چې په قاري اسماعیل مشهور و د پاکستان له پوځ سره په جګړه کې وژل شوی.

تر دې دمه د پاکستان پوځ او ټي ټي پي په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته له خیبر پښتونخوا څخه سرچینو نن شنبه د (سلواغې شپږمه) ویلي، چې نن سهار د دغه ایالت په خیبر ولسوالۍ کې د ټي ټي پي نومول شوی والي عزیز الرحمان چې په قاري اسماعیل مشهور و د پاکستان له پوځ سره په جګړه کې وژل شوی.

ټي ټي پي په خپلو تشکیلاتو کې خیبر او یو شمېر نورې قبایلي ولسوالۍ د ولایتونو په توګه یادوي.

په سیمه کې خبریالان وايي، د پوځ له کلابندۍ وروسته دغو وسله والو جګړه پیل کړه چې پر دغه مشهور طالب سربېره دوه تنه نور هم پکې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ لا په رسمي ډول دغه خبر نه دی تایید کړی خو د پاکستان استخباراتو ته منسوبو ایکسپاڼو لیکلي چې قاري اسماعیل له خپلو دوو ملګرو سره په یوه جګړه کې ووژل شو.

یادې سرچینې وايي، دې دندې ته نوموړی سږکال د تحریک طالبان پاکستان له خوا ټاکل شوی و.

ټي ټي پي لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه ویلي.

نور خبرونه

رادیو