د کورمې ولسوالۍ ته د خوراکي توکو له رسیدو سره بیې نیم په نیمه راټیټې شوې دي

۲ ورځې مخکې

په پاړه چنار کې ځایي خبریالان وایي چې د خیبر پښتونخوا کورمې ولسوالۍ ته په خوراکي توکو بار د موټریزو کاروانونو له رسیدو وروسته د خوراکي توکو بیې نیم په نیمه ټیټې شوې دي.

دغه خبریالان وایي چې له درې نیم میاشتیني ځنډ وروسته د بېلابېلو بازارونو په هټیو کې خوراکي توکي او مېوې دانې پریمانه شوي چې دې کار ته خلک ډېر خوشاله شوي دي.
په پاړه چنار کې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي امداد وایي چې دغلته لا هم د پټرولو، ډیزلو او ګازو د نشتوالي ستونزې پخپل ځای پاتې دي او له سیمه ایزو چارواکو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره لازمه مرسته او همکاري وکړي.
د پاړه چنار د سوداګرو ټولنې مشر وایي چې په سیمه کې د تیلو د کمي له امله خلک اړ شوي چې له یوې سیمې بلې ته په کچرو او اسونو تګ راتګ وکړي او دوی نه شي کولای خپل ناروغان په وخت سره تر روغتونونو ورسوي.
له نږدې څلورو میاشتو را په دې خوا په کورمه کې د دوو قبیلو تر منځ د ځمکې پر سر پیل شوې لانجه په فرقه ایز تاوتریخوالي واوښته چې له امله یې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې تر څنګ خلکو ته ستر مالي زیانونه هم اړولي دي.
که څه هم چې د څو میاشتو راهیسې د دغې لانجې د غوڅولو لپاره بېلابېلې جرګې او مرکې هم وشوې، خو دغه تربګني هغه شان نه ده هواره شوې، لکه څنکه یې چې تمه کېده.
خو سیمې ته د خوراکي توکو په لیږدیدو سره ګڼ خلک خوشاله دي او تمه لري چې ښایي دغه پیل شوېو نښتو او جګړو ټغر به هم ژر تر ژره ټول شي. دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې د دواړو غاړو څخه دې سپکې او درنې وسلې راټولې شي او د خلکو اندېښنې دې نورې پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو