د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو مرکز وايي، چې د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم غوښتنه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو لپاره د عدالت د ترلاسه کولو یو مهم ګام دی.
دغه بنسټ په دې باور دی، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې دغه اقدام د بشریت ضد جنایتونو او د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو له عاملینو سره د چلند په برخه کې د نړۍوالې ټولنې جدي اراده څرګندوي.
د دغه مرکز یوه غړي اشرف رسولي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې د څارنوال غوښتنه د انتقالي عدالت په برخه کې یو بې ساری ګام دی.
د جرمونو د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د بشري ضد جرمونو او له ښځو سره د سیستماتیک ظلم په تور د نیولو د حکم غوښتنه وکړه.
دا اقدام په افغانستان کې د عدالت د تامین او د بشري حقونو سرغړونو ته د ځواب ویلو له هڅو سره سم شوی دی.
د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو مرکز په یوه بیان کې ویلي، چې دا ګام کولی شي د دغو جرمونو د قربانیانو لپاره هیله مندي پیاوړې کړي او په نړۍواله کچه د افرادو د قانوني مسوولیتونو د حل پر اړتیا ټینګار کوي.
همداراز دې مرکز دغه غوښتنه د بشري ضد جنايتونو عاملينو ته د خبرداري په توګه ياده کړه او زياته يې کړه، چې هېڅوک به له عدالت څخه خوندي نه وي.
دغه مرکز وايي، چې په تېرو وختونو کې د عدالت د تامین په برخه کې د بې غورۍ تور داغونه نه جبرانېدونکي زیانونه لري.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د طالب مشرانو د نیولو غوښتنه باید د عدالت د ترلاسه کولو او د تېرو تېروتنو د مخنیوي لپاره د یوې نوې نېټې پیلامه وي.
د یاد بنسټ په وینا، په افغانستان کې عدالت ته د لاسرسي او د بشري حقونو د تامین په برخه کې د نړۍوالو همکاري اړینه ده.
د دغه مرکز یوه غړي محمد اشرف رسولي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې دغه اقدام تاریخي او بې ساری وباله.
نوموړي په افغانستان کې د انتقالي عدالت مسلې ته په اشارې سره وويل، چې تر اوسه نړۍوالو محکمو دغه موضوع نه ده څېړلې.
هغه وویل، چې د شته اسنادو او شواهدو له مخې د جرمونو نړۍواله محکمه باید د نورو طالب چارواکو د نیولو امر صادر کړی وای.
دغه وکیل زیاته کړه، چې د طالبانو د فواید عامې او لوړو زده کړو وزیرانو خالد حنفي او ندا محمد ندیم په څېر شخصیتونو له بشري حقونو څخه تر ټولو زیاتې سرغړونې کړي او باید محاکمه شي.
د طالبانو په رسمیت پېژندل پای ته ورسېد
اشرف رسولي وویل، طالبانو په دې وروستیو کې له څلویښتو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو ادعا کړې او هیله لري، چې ځیني هېوادونه به د دوی رژیم په رسمیت وپېژني، خو د هغه په وينا، د طالب مشرانو د نیولو له غوښتنې سره دغه هيلې په مايوسۍ بدلې شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو پر مشرانو د تورونو له امله هېڅ هېواد نه شي کولی هغوی په رسمیت وپېژني.
رسولي ټینګار وکړ؛ که نړۍواله ټولنه وغواړي کولی شي، چې د طالبانو چارواکي ونیسي او یا یې محاکمه کړي.
ښاغلي رسولي وویل، چې د طالب مشرانو د نیولو د حکم غوښتنه د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د هېواد د ښځو او نجونو لپاره ستره بریا ده.
د هغه په وينا، "د افغان ښځو هڅې، مبارزې او غږ باید بې ځوابه پاتې نه شي."