د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مسوولانو په یوه ناسته کې له صرافانو غوښتي، چې د احتکار او د اسعارو د قاچاق په مخنوي کې همکاري وکړي.
د طالبانو دا هڅې داسې مهال دي چې د امریکا له ګواښونو وروسته په افغانستان کې ډالر لوړ او د افغانۍ ارزښت اغیزمن شوی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک نن یکشنبه «د سلواغې ۷مه» وویل چې ددغه بانک لپاره د طالبانو سرپرست رییس نوراحمد اغا په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره ناسته کړې او له هغوی یې د ډالرو د احتکار او قاچاق په مخنیوي کې مرسته غوښتې ده.
نور احمد اغا له صرافانو سره په ناسته کې ټینګار کړی چې صرافان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د احتکار او د اسعارو له قاچاق څخه د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي او که په دې برخه کې سرغړونه ولیدل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د طالبانو د افغانستان بانک رییس ویلي چې دوی د خپلو قانوني او ملي مسوولیتونو په چوکاټ کې په پوره تعهد سره هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي ثبات، د افغانۍ ارزښت ساتنې او د بیو د ثبات لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
د طالبانو افغانستان بانک رییس په دې ناسته کې یو ځل بیا ویلي چې د بیو او د اسعارو د تبادلې په نرخونو کې بدلونونه نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي.
نور احمد اغا ویلي، « دا نوسانونه تر ډېره اقتصادي اړخ نه لري او د اندېښنې ځای نشته.»
د افغانستان بانک رییس زیاتوي چې په مرکز او ولایتونو کې د لیلام پروسې له لارې د اسعارو عرضه، د اسعارو د مبادلې د شفافیت او ښه تنظیم لپاره د ځانګړي بازار رامنځته کول هغه اقدامات دي چې د افغانستان بانک یې تر لاس لاندې لري.
طالبانو اعلان کړی، چې د افغانۍ د ثبات او ارزښت د ساتلو لپاره سبا دوشنبه ۲۵ میلیونه ډالره لېلاموي.
تېره ورځ په کابل کې ځینو اقتصادي کارپوهانو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ د افغانۍ پر ارزښت منفي اغېز کړی.