پر رسنیو له پراخو بندیزونو سره سره د طالبانو د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ویلي، چې د دغې ادارې مشر نعیم الحق حقاني او مل پلاوي یې له خامه پرېس خبري اژانس څخه لیدنه کړې ده.
طالبانو تېر کال د دغه اژانس مسوول مدیر منصور نېکمل هم نیولی و.
د خامه پرېس مشر خوشنود نبي زاده هغه مهال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي و، چې ښاغلی نېکمل (د سلواغې ۲۶مه)د یوې ځوانې مېرمنې د انځور د خپرولو په تور د یو کس لهخوا چې ځان یې د امربالعروف وزارت ویاند معرفي کړی و، احضار شوی.
د طالبانو د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښاغلي حقاني له حوالې لیکلي، هڅه کوي چې د دوی تر واک لاندې ادارې او رسنۍ سره نږدې کړي او د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ کچه لاپیاوړې کړي.
هغه زیاته کړې، هڅه کوي چې د رسنیو ستونزې او له نږدې واوري او د حل لارو موندلو لپاره یې مناسبې لارې ولټوي.
د هغه په وبنا، تل یې هڅه کړې چې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د دوی د ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
له بل پلوه تر دې وړاندې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ۲۰۲۴ کال معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د افغان ښځینه خبریالانو لپاره ننګوونکی کال بللی و.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي و، چې د طالبانو امنیتي بنسټونه او د دغې ډلې د رياست الوزرا دفتر په سختۍ سره ښځینه خبریالانو ته معلومات ورکوي.