ایران د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د نویو لارو او همکاریوپه لټه کې دی. د دې نوې تګلارې یوه مهمه برخه د «د پراخې همکارۍ سند» بیاکتنه ده، چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال طالبانو ته د ترهګرې ډلې د استعمال پر سر د اخلاف له امله ځنډېدلی و.
کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اوسنی سفر په دې برخه کې مهم ګام ګڼل کیږي.
د عراقچي دا یو ورځنی سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د طالبانو حکومت د داعش له ننګونو او نړیوالې انزوا سره مخ دی. دواړه حکومتونه په ګڼو مواردو کې مشترکې ګټې او سره ورته ننګونې لري. له ۲۰۲۱ کال څخه چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، ایران هڅه کړې چې د عملي سیاست له لارې په افغانستان کې خپل اغېز زیات کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو یوه جګپوړي چارواکي ذاکر جلالي، د دې سفر هرکلی وکړ او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو د «نوې پړاو» پیل وباله.
اقتصادي همکارۍ
سوداګري د تهران-کابل د اوسنیو اړیکو بنسټ ګڼل کېږي. د دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د تیر کال په پرتله ۸۴سلنه زیاتوالی ښيي. ایران افغانستان ته د تیلو محصولات، ودانیز توکي، کرنیز محصولات او ماشین الات صادروي.
د سوداګرۍ دا اړیکې د دوغارون بندر په څېر اقتصادي او صنعتي زون او په چابهار بندر کې د ایران پانګونې له لارې لا غوړېدای شي، چې افغان سوداګرو ته د هند په مرسته ځانګړي سوداګریز امتیازات ورکوي.
د خواف-هرات رېلپټلۍ بشپړیدل د دواړو اړخونو لپاره یو مهم پرمختګ دی. دا پروژه افغانستان د ایران له رېل شبکې سره نښلوي، چې د افغانستان سوداګرو ته له ترکیې او اروپا سره نړیوالو بازارونو ته لاسرسی برابروي او ایران د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ یو مهم مرکز ګرځوي.
د اوبو پر سر شخړې
د ایران د انرژۍ مرستیال وزیر تېره اونۍ وویل، چې له طالبانو سره د اوبو په برخه کې هوکړه له لاسرسي لرې نه ده. غالبا د هغه اشاره د ایران د جګپوړي پلاوي سفر ته وه، چې د تهران او کابل د خبرو اترو مهم محور کېدای شي.
د طالبانو او ایران د اړیکو په برخه کې له ټولو پرمختګونو سره سره د اوبو مدیریت په ځانګړي ډول د هلمند سیند اوبه لا هم یوه لویه شخړه ده. ایران پر افغانستان تور پورې کوي چې پخوانيو هوکړو ته ژمن نه دی. پر پاشدان، سلما او کمال خان بندونو کار او د اوبو مهارولو ایراني اړخ په دې وروستیو کې اندېښمن کړی دی. ایراني چارواکو وړاندیز کړی چې «شریکې اوبه» د شخړې پر ځای د همکارۍ او سیمهییز پرمختګ وسیله ګرځېدای شي.
د پراخې همکارۍ سند بیاکتل
د « پراخې همکارۍ سند» بیاکتنه د تهران-کابل په خبرو کې د یوې مهمې موضوع په توګه یادیږي. که څه هم ظاهرا ایراني او طالب چارواکو ددغسې سند په تړاو څه نه دي ویلي، خو د ایران یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې دغه سند د افغان جمهوریت پر مهال د سیاسي بېثباتۍ، د امریکا د نفوذ او د سرحدي مدیریت، اوبو حقونو او امنیتي همکاریو په څیر ستونزو له امله نه و بشپړ شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا پخوانی مرستیال سید رسول موسوي فارس اژانس ته وویل، چې د عباس عراقچي په سفر کې به د اوږدمهاله همکاریو لپاره د چوکاټ رامنځته کولو مساله مطرح شي او دغه سفر کولی شي په مختلفو برخو کې د همکارۍ لپاره یوه جدي بحث ته لاره پرانیزي.
د موسوي په باور، پخوا د ایران او افغانستان ترمنځ د جامع همکارۍ سند په اړه اوږدمهالې خبرې اترې شوې وې چې د امنیت، کډوالو، اوبو، تجارت، او کلتوري او تعلیمي موضوعاتو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی و خو دغه مذاکرات په یوه مرحله کې ودریدل او پایلې ته ونه رسېدل.
هغه وویل: «د یوه کارپوه په توګه زه باور لرم چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو ضعف د اوږدمهاله جامع سند نشتوالی دی. اړتیا ده چې په دغه سفر کې دې موضوع ته توجه وشي او د دې سند د مذاکراتو بیا پیل لپاره هڅه وشي».
دغه سند پر پنځو مهمو مسایلو تمرکز لري:
امنیت: د ترهګرۍ او د مخدره موادو د قاچاق په څېر امنیتي ګواښونو په وړاندې د ګډو هڅو جوړښت.
تجارت: د اقتصادي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلو اسانتیا.
د اوبو مدیریت: د هلمند په څېر د ګډو اوبو د منابعو په اړه روښانه هوکړې ته رسېدل.
کډوال: په ایران کې د میلیونونو افغان کډوالو وضعیت ښه مدیریت، ستنول او د هغوی د ملاتړ لپاره چوکاټ جوړول.
فرهنګ او زده کړه: د دواړو خواوو ترمنځ د کلتوري او تعلیمي اړیکو پیاوړي کول.
له طالبانو سره د تهران دغه تودې اړیکې په دغه هېواد کې مخالفان هم لري. د ایران یو شمېر رسنیو له طالبانو سره په داسې حال کې د تودو اړیکو درلودل، چې په نړیواله او سیمه ییزه کچه لا منزوي دي، سم ګام نه دی ګڼلی. دوی په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په تړاو د ایران د مخکیني دریځ یادونه کوي.
ایران په تېرو کلونو کې د داسې یوه همهشموله حکومت غوښتنه کړې چې د افغانستان د قومي او ټولنیزې تنوع استازیتوب وکړي. تهران خبرداری ورکړی چې له دې پرته په افغانستان کې اوږدمهاله ثبات ناشونی دی. خو په سیمه او نړۍ کې د حالاتو بشپړ تغییر او په منځنۍ ختیز کې د ایران د نیابتي ډلو ماتې د تهران لومړیتوبونه تغییر کړي دي. د مسعود پزشکیان د حکومت په لومړیو ورځو کې د ایران بهرنی سیاست د افغانستان پرځای پر منځني ختیز متمرکز و، خو وروستیو تحولاتو تهران له طالبانو سره نږدې کېدو ته اړ اېستی دی.
د افغانستان او ایران په ګډو پولو کې د داعش، بلوڅ جنګیالیو او جیش العدل په څېر ډلو فعالیتونه د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو یوه برخه کېدای شي، ځکه تهران له دې اړخه د طالبانو استخباراتي او عملي همکاریو ته اړتیا لري او طالبان له داعش سره په مقابله کې د ایران ملګرتیا غواړي.
تر اوسه ددغه سفر اصلي اهداف نه دي په ډاګه شوي، خو ظاهرا داسې ښکاري چې تهران له طالبانو سره د نږدې کېدو لپاره دیوڅه ترلاسه کولو په لټه کې دی او دا له اوبو نیولې، د پولو امنیت، کډوال او ګڼ نور یاد شوي موضوعات کېدای شي.