د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت، پر ګډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې وکړې.
متقي وايي، د اوبو مساله د کابل او تهران ترمنځ هیڅ خنډ نه دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په لیدنه کي د افغانستان او ایران ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو د وضیعت، پر ګډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې متقي هیله ښودلې، چې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر مختګ رامنځته کړي او د دواړو هېوادونو اړیکې به نوي پړاو ته داخلې شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې متقي له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ګټو ته په کتو باید د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه شي.
په دې لیدنه کې متقي ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو مساله د دواړو هېوادونو ترمنځ هیڅ خنډ نه دی، «د اقلیم د بدلون له امله ټوله سیمه وچکالۍ ځپلې ده او افغانستان هم د وچکالۍ قرباني دی، موږ د هلمند، نیمروز، سستان او بلوچستان خلکو ته په یوه نظر ګورو او کوښښ کوو چې دواړو طرفونو ته اوبه ورسیږي.»
د خبرپاڼې له مخې، متقي له عراقچي غوښتنه کړې، چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته پاملرنه وکړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له قوله ویل شوي، چې کابل ته یې د سفر موخه د کابل او تهران ترمنځ په اړیکو کې د نوي مسیر د پیل په معنا دی او د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی څپرکی پرانیزي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، عراقچي د نشه یې توکو پر خلاف د طالبانو مبارزه ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه به د نشه یې توکو په مبارزه کې خپلې تجربې سره شریکې کړي.
همدارنګه عراقچي د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو مسالې په اړه پر همکاری ټینګار کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له قوله، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته هیڅ اشاره نه ده شوې.