په کابل کې د چین سفیر وايي. بېجنګ د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او نه هم په دغه هېواد کې د نفوذ په لټه کې دی.
ژاو شېنګ د افغانستان او چین د ډيپلوماټیکو اړیکو د ۷۰مې کالیزې په لمانځغونډه کې ویلي، چې دې اړیکو اوس نوي پړاو ته پراختیا موندلې ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون نن یکشنبې «د سلواغې ۱مه» په اېکسپاڼه کې په کابل کې د چین د سفیر ژاو شېنګ د وینا ژباړه خپره کړې ده.
نوموړي د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې دې لمانځغونډې ته وینا کې وویل:« اوس مهال د چین او افغانستان دوستانه اړیکې یو نوې مرحلې ته پراختیا پیدا کړې ده،چین همیشه د افغانستان دوست ګاونډ دی او د افغانستان د پراختیا او سولې او ثبات ملاتړ یې کړی دی او چین همیشه دوستانه اړیکو ته ژمن دی او چین د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشړتیا ته احترام لري.»
د چین سفیر وویل چې هېواد یې د افغانستان د خلکو خپلواکه ټاکنه، ملي مراسمو او مذهبي باورونو ته احترام لري او دغه هېواد د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي او نه هم شخصي ګټو پسې دی.
د چین سفیر زیاتوي چې ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان ملاتړ کړی دی او بشردوستانه مرستو زیاتوالي ترڅنګ د افغانستان پرضد بندیزونو او د افغانستان کنګل شوو پیسو د ازادلو په اړه یې غږ پورته کړی دی.
چین له طالبانو سره تعمل لري او داوړو د یو بل سفیران منلي دي خو تر اوسه چین د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په رسمیت نه دی پېژندلی.
په همدې جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وویل، طالبان د پخوا په څېر د چین او تایوان په قضیه کې د متحد چین ملاتړ کوي.
ستانکزي ټینګار وکړ، افغان خاوره به د چین په کډون د هېڅ ګاونډي پر ضد ونه کارېږي.