د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله؛ محمود شاه حبیبي خوشی نه شو

۱۶ ساعتونه مخکې

په امریکا کې د طالبانو له یوه بندي سره د دوو امریکایي وګړو تر تبادلې وروسته، لا هم د افغان توکمه امریکایي تبعه محمود شاه حبیبي د برخلیک په اړه هیڅ خبر نشته.

ښاغلی حبیبي په ۲۰۲۲ کال په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته ورک شو.

د مخکنيو راپورونو له مخې، د امریکایانو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې متحده ایالاتو د یوه مهم طالب بندي د خوشي کولو په بدل کې د رایان کوربټ، جورج ګولزمن او محمود شاه حبیبي، د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه، چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې نیول شوي وو.

په همدې حال کې د جو بایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې په یوه تبادله کې رایان کوربټ او جورج ګولزمن خوشي شول، خو د محمود شاه حبیبي په اړه هیڅ خبر نه و.

طالبانو مخکې ویلي و، چې هغه له دې ډلې سره نه شته

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ای ار ایکس مخابراتي شرکت تورن کړی و چې د امریکا حکومت سره یې د ایمن الظواهري په نښه کولو کې مرسته کړې ده.

محمود شاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د امریکایي (ای ار ايکس د خبرو اترو) شرکت د ۲۹ نورو کارمنانو سره یو ځای، د کابل په شیرپور کې د القاعدې د پخواني مشر له وژنې یوه ورځ وروسته ونیول شو.

د محمود شاه حبیبي ورور احمد حبیبي مخکې وال سټریټ ژورنال ته ویلي وو: «زما کورنۍ ډاډه ده، چې محمود ژوندی دی او د طالبانو او حقاني شبکې په ګډ توقیف کې دی. موږ ډېر شواهد لرو. که طالبان رحیم غواړي، زما د ورور خوشي کول د هغه د ترلاسه کولو لپاره غوره لار ده.»

د فدرالي څېړونو اداره وايي، دوی باور لري چې حبیبي د طالبانو د پوځي یا امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی و.

نور خبرونه

رادیو