د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو لوی رییس متحده عربي اماراتو ته لاړل

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته لاړل.

ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس کې زیاتوي، چې دې طالب چارواکو د کوربه هېواد له مشر محمد بن زاید ال نهیان سره ولیدل.

ښاغلی مجاهد نن په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې دواړو لورو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

مجاهد زياتوي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د سيمه یيز ثبات، د اقتصادي پياوړتيا او ځينو نورو موضوعاتو اړوند هم بحث کړی.

د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس (وام) هم راپور ورکړی، چې شیخ محمد بن زاید ال نهیان د سې شنبې په ورځ د ابوظبۍ په الشاطي ماڼۍ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې وکړې.

د راپور له مخې، دواړو خواوو د افغانستان د بیارغونې او ثبات، د پرمختګ پر لارو چارو او د افغانانو د هوساینې په اړه هم بحث کړی دی.

دغه خبري اژانس لیکلي، چې حقاني د افغانستان خلکو ته د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه وکړه

امارات ته د متقي سفر

سراج حقاني تېر دوبی هم متحده عربي اماراتو ته تللی او د سرچینو په خبره، نوموړي په هغه سفر کې د امریکا له امنيتي چارواکو سره د امنيتي اندېښنو په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي و، چې نوموړي د اماراتو له چارواکو د دې ډلې د امنیتي ارګانونو لپاره په ساختماني او صحي برخه کې همکاري وغوښته.

د ښاغلي حقاني او عبدالحق وثیق تر دې سفر شاوخوا دوې اونۍ وړاندي د طالبانو د بهرنیو چارو وزير امیرخان متقي هم عربي متحده اماراتو ته سفر کړی و.

طالبانو ويلي و، چې متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو او اقتصاد وزيرانو ترڅنګ د يو شمېر نور چارواکو سره هم ليدلي او د سوداګرۍ پر زياتوالي يې خبرې کړې دي.

دا متحده عربي اماراتو د سراج حقاني دویم سفر دی، چې تر سره کوي يې.

نور خبرونه

رادیو