د ایران بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت ته وړاندیز کړی، چې له افغانستان سره پر پوله سويلي خراسان کې کونسلګري پرانیځي.
ایران د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د طالبانو واکمنېدو سره یې دې ډلې ته په تهران کې افغان سفارت وسپاره.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ایران تسنیم خبري اژانس د سې شنبې به ورځ د سویلي خراسان لپاره د بهرنيو چارو وزارت د استازې افسانه ابراهيمي له قوله ويلي: «دوی چمتو دي، چې د سويلي خراسان په مرکز کې د افغانستان د کونسلګرۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.»
هغې ويلي، چې دا وړانديز يې په رسمي ډول د طالبانو حکومت ته کړی او ایران اوس د طالبانو ځواب ته په تمه دی.
د ایران د بهرنيو چارو وزارت استازې زياته کړې، چې په بيلو لارو یې له افغانستان سره خپله دوستي ثابته کړې او له نورو هېوادونو د ژمنو د پوره کېدو ورته تمه لري.
ایراني کارپوهانو تسنيم خبري اژانس ته نظر ورکړی، چې د کونسلګرۍ شتون د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ او اقتصادي برخه کې اسانتياوې رامنځ ته کوي او په ایران کې به افغان کډوال د کونسلګرۍ او حقوقي خدماتو برخمن شي.
سویلي خراسان د ایران په ختيځ کې له افغانستان سره ګډه اوږده پوله لري او په صفري نقطه کې د دواړو هېوادنو ځانګړې اقتصادي سیمه هم شته.
ایراني چارواکو تېر کال وویل، چې په دغه سیمه کې پنځوس سلنه پانګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه یا مشترکه ده.
د کونسلګرۍ پرانیستلو غوښتنه په داسې مهال ده چې ایران وايي، د افغانستان هرات ته غځېدلې پټلۍ یې پر توکو لېږدولو سربېره اوس د سپرلۍ لېږدولو ته هم تیاره ده.
دوی تمه لري چې د راتلونکي لمریز کال تر نیمايي دا پټلۍ سپرلۍ هم ولېږدوي.