د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا افغانستان ته د خپلو پوځي زیربناوو پر بیرته ستنولو غور کوي.
هغه د دوشنبې په ورځ د روسیې د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د جو بایډن ادارې دا پالیسي درلوده.
د روسیې تاس خبري اژانس لیکلي، چې ښاغلي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل، چې متحده ایالات د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان له ګاونډیانو کار اخلي.
هغه وویل چې د هغه څرګندونې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پالیسیو ته اشاره ده.
هغه د روسیې د امنیت شورا په غونډه کې وویل:« "موږ به هم افغانستان هېر نه کړو." امریکایان هم هڅه کوي چې تر یوې اندازې پورې خپل شتون بیا ټینګ کړي، د دې هدف لپاره له ګاونډیو هیوادونو کار اخلي.»
دوی هلته د خپلو پوځي تاسیساتو پر بیرته ستنولو فکر کوي.
جو بایډن د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې په افغانستان کې د امریکا د اوږدې مودې بهرنیو پوځي عملیاتو پای ته رسېدو اعلان وکړ او یوازې څو میاشتې وروسته، طالبان پرته له کوم مقاومت کابل ته ننوتل او په څو ساعتونو کې یې د ښار کنټرول ترلاسه کړ.
ځینو جمهوري غوښتونکو سیاستوالو او پخوانیو سرتیرو په بار بار پر بایډن ادارې له افغانستان د وتلو د چلند له امله نیوکه کړې ده.