د افغانستان د کرېکټ په ملاتړ د بریتانیا د پارلمان مخې ته افغانانو لاریون وکړ

۵ ورځې مخکې

د بریتانیا د پارلمان مخې، ته یو شمېر افغانانو د نجونو د زدکړو د حق او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ملاتړ لاریون وکړ.

لاریونوال وايي،« د نجونو د زدکړو حق هم غواړو او کرېکټ هم غواړم او کرېکټ باید د سیاسي ګټو لپاره ونه کارول شي.»

دغه لاریونوذل وايي، سپورټ او سیاست باید بیل وي.

د دغه لاریون تنطیمونکی بشیر غروال وايي، چې بریتانوي سیاستوالو د طالبانو له خوا د افغان نجونو په وړاندې د سپورټ او زدکړو د بندیز له امله د افغان کرېکټ لوبډلې سره د لوبو د پړیکون غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي، پر کرېکټ ملي لوبډله بندیز به د افغان ښځو او نجونو پر زدکړو کوم مثبت اغیز ونه لري.

نوموړی وایي:«د بریتانیا د پارلمان مخې ته له راټولېدو سره، موږ په افغانستان کې د نجونو د تعلیمي مرکزونو د بیا پرانستلو او د هیواد د کرېکټ لوبډلې د لوبو د دوام غوښتنه کوو.»

همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د افغان نجونو د زدکړې ملاتړ کړی دی.

د دغه لاریون یو بل ګډونوال فضل ربي شینواری وايي، د بریتانیا له پارلمان غوښتنه کوو، چې د افغانستان په کرېکټ بندیز د حل لاره نه ده.

ښاغلی شینواری وایي:«له بېلا بېلو ښارونو لسګونه افغانان د بریتانیا د پارلمان مخې ته راټول شوي او د افغان نجونو د ښونځیو او کرېکټ په ملاتړ یې شعارونه ورکول، موږ غوښتنه کوو، چې پر کرېکټ بندییزونه د حل لاره نه ده او له ډیپلوماټیکو لارو دې حل کړي.»

څه موده وړاندې د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړو په چمپینزټرافي کې د له افغان لوبډلې سره د دغه هېواد د لوبډلې د لوبې د لغوکېدو غوښتنه کړي وه. خو د برېټانیا د سپورټ وزیري ویلي، چې له افغان لوبډلې سره به لوبه کوي.

همدارنګه یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د بندیز په غبرګون پر افغان کرېکټ لوبډله د بندیزونو غوښتنه کړي ده.

نور خبرونه

رادیو