افغان مېرمنو له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې پر افغانانو دې د کډوالۍ بهیر نه بندوي

پرون

د افغانستان د ښځو د آزادۍ د فانوس په نامه غورځنګ د (سلواغې دویمه) په یوې خبرپاڼه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې په خپلو پالیسیو کې دې د افغان کډوالو کړکېچن وضعیت، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه غورځنګ ټینګار کړی چې افغانان د اوږدو کلونو جګړو او تاوتریخوالي له امله د نړۍ تر ټولو زیانمنې کډوالۍ سره مخ شوي دي او ډېری یې د خپلو کورنیو او ځانونو د خوندیتوب له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
د فانوس غورځنګ له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د امریکا د مهاجرت پالیسي دې د بشري حقونو د اصولو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ برابره کړي او له داسې سختو اقداماتو دې ډډه وکړي‌ چې د کډوالو حقونه په کې تر پښو لاندې کېږي.
که څه هم چې ښاغلي ټرمپ په ښکاره توګه ویلي چې په دغه هېواد کې هېڅ ناقانونه کډوال نه پرېږدي او نه هم اجازه ورکوي چې په ناقانونه لارو دې کډوال دغه هېواد ته ننوځي؛ خو هغه د کډوالۍ پر قانوني پروګرامونو هم بندیزونه ولګول.
په تازه بندیز کې ټرمپ د امریکا د کډوالۍ چارو ادارې ته امر کړی چې تر راتلونکو څلور میاشتو پورې دې د کډوالۍ ټولې قانوني پروسې هم وځنډوي.
دغه غورځنګ ټینګار کړی چې افغان ښځې او ماشومان د کډوالو په منځ کې تر ټولو زیانمنې دي او له دې امله هره هغه پالیسي چې افغانستان ته د کډوالو د شړل کیدو لامل کېږي د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
د افغان مېرمنو د ملاتړ دغه بنسټ د بشري حقونو پر نړیوالو ادارو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د کډوالو اړوند د انساني کړکېچ مخنېوي لپاره حل لارې ومومي.
د افغانستان د ښځو د آزادۍ د فانوس غورځنګ خبرداری ورکړی چې د امریکا د حکومت پرېکړې به د افغان کډوالو په ژوند او راتلونکي مستقیمه اغېزه ولري.
دغه غورځنګ له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې په خپلو پرېکړو کې عدالت، انسانیت او انساني درناوی په پام کې ونېسي.
د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې لسګونه زره افغانې کورنۍ چې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي او په یاد هېواد کې له امریکايي ادارو سره د کار مخینه لري د کډوالو په تړاو د ټرمپ وروستیو بندیزونو اندېښمن کړي دي.
په دغو کډوالو کې داسې کسان هم شته چې امریکا ته تګ لپاره یې د الوتنو نېټې هم په ډاګه شوې وې؛ خو اوس له یو نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوي او د امریکا له نوي حکومته غواړي‌ چې په دې برخه کې له نرمۍ څخه کار واخلي.

نور خبرونه

رادیو