د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې نن ماښام یې په کابل ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې یو طالب قومندان له ساتونکي سره یو ځای وژلی دی.
یادې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی جنګالیو د شپږنیمو بجو په شاوخوا کې د کابل په لسمه حوزه کې د پوځي محکمې مخې ته عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې یادې ډلې ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
د مقاومت جبهه سره له دې چې ادعا کوي، په دې پېښه کې ډېر شمېر کسان ټپيان شوي هم دي، خو د دقیق شمېر په اړه یې معلومات نه دي وړاندې کړي.
دغې جبهې په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته کړې: «د طالبانو ترهګریزې ډلې د پوځي څارنوالۍ هغه غړي او مسولین چې د مقاومت جبهې د جنګیالیو له لوري په نښه شوي، په شکنجو، ځورونو، تعقیب او د پخوانیو ځواکونو په نیولو کې لاس درلود/لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د مقاومت جبهې بیا په یوې جلا خبرپاڼه کې په کاپیسا ولایت کې هم د دوو طالبانو د وژلو او د یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکړ.
یادې جبهې په خپل اېکس کې لیکلي، چې یاد شمېر طالبانو ته په اله سای ولسوالۍ کې مرګژوبله اوښتې ده.
د مقاومت جبهې ټینګار کړی، چې په دغو عملیاتو کې د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د یادولو ده، چې د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول څو ورځې مخکې ادعا وکړه، چې دغې جبهې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد تر ۳۸۰ ډېر بریالي عملیات کړي دي.
علي میثم نظري وویل، چې په دغو بریدونو کې تر ۵۰۰ زیات طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
طالبانو هېڅکله د مقاومت او ازادۍ جبهو د بریدونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.