د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر ویلي، چې د طالبانو رییس الوزرا د دغې ډلې د استخباراتو ادارې په ټولو ریاستونو کې کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې له ځیرکو ټلیفونونو کار وانه خلي.
دغه بهیر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه سپارښتنه د ملا محمد حسن لهخوا شوې ده او په دې تړاو یې د یوه مکتوب تصویر هم خپور کړی دی.
طالبانو د دغې ډلې د روازونو د افشا کېدو له وېرې تل په خپلو کارکوونکو فشار اچولی چې د ټلیفون له کارولو ډډه وکړي خ لا نه دي توانېدلي.
په دغه مکتوب کې راغلي، چې د طالبانو ځینې غړي د دغې ډلې په استخباراتو ریاست کې په پټه ځیرک ټلیفونونه کاروي.
په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی، که له دې وروسته له چا سره ځیرک مبایل وموندل شول؛ نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د زرغون بهیر په لیکنه کې د ملاحسن د دغه ګام موخه د طالب ملېشو په جوړښت کې، د ولس ضد او ملي ګټو ضد رازونو د افشا کېدو مخنیوی ښودل شوی دی.
د زرغون بهیر په وینا، د طالبانو «ناوړه» کړنې په هیڅ صورت پټې نه پاتې کېږي.
زرغون بهیر زیاتوي، چې د ملا هبتالله حکمونه په ټولو اړخونو کې د خپلو ملیشو په سترګو کې عملي اړخ او کمزوری تطبیق لري؛ خو د ملا حسن د حکمونه پایله بیا صفر ده.