پاکستاني رسنۍ: شمالي وزیرستان کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه عملیاتو کې ۱۳ وسله‌وال وژل شوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۹

پاکستاني رسنۍ ډان راپور ورکړی، چې د یکشنبې په سهار د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له‌خوا ډیورنډ کرښې ته څېرمه په یو لړ عملیاتو کې ۱۳ وسله‌والو وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، په دغه برید کې ګڼ شمېر نور وسله‌وال هم ټپیان شوي دي.
که څه هم په پاکستان کې د پوځ د عامه اړیکو له‌خوا په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي؛ خو سرچینو ویلي چې په دغو دوو جلا عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان د یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۳ وسله‌وال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې د ځايي خلکو په حواله راغلي، چې دغه بريدونه په سيمه کې د وسله‌والو پر بېلابېلو پټنځايونو شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دغو بريدونو کې د ټي‌ټي‌پي دوه نور قوماندانان «ګوهر او ابوبکر» هم ټپيان شوي دي.
تر دې وړاندې (د لېندۍ په ۱۷مه) د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې خبر ورکړی و، چې خیبر پښتونخوا سږ کال د خونړیو بریدونو او سخت تاوتریخوالي شاهده وه.
د رسمي شمېرو له مخې، په خیبر پښتونخوا کې په يو کال کې ۶۳۶ ځله بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې ۲۷۵ کسان وژل شوي او ۴۶۰ نور ټپيان دي.

نور خبرونه

رادیو