له ټل څخه د خوراکي توکو او درملو د ۶۱ موټرو کاروان پاړه چنار ته ورسېد

۵ ساعتونه مخکې

له پاړه چناره ځایي خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې له ټل څخه په خوراکي توکو، درملو او نورو سامانونو بار د ۶۱ موټرو کاروان پاړه چنار ته رسېدلی دی.

د دولتي سرچينو له مخې، دغه کاروان د پوليسو له څارنې او ملاتړ سره پرته له کومې امنیتي پېښې پاړه چنار ته رسېدلی دی.
له بل پلوه په دغې ولسوالۍ کې د امنیتي ادارو د عملیاتو پرمهال (د جنورۍ له ۱۹مې څخه تر ۲۱مې نيټې) پورې لويه شمېره ناقانونه وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د رسمي سرچینو په وینا، د دواړو خواوو تر منځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به د سرغړوونکو پر وړاندې ګام واخیستل شي.
له بل پلوه د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور په مشرۍ شوې غونډه کې پرېکړه شوې، چې کورمې ولسوالۍ کې به د امن معاهدې د لاسليک کوونکو جرګه راوبلل شي او د کليو په کچه به ځینې کميټې هم جوړې کړي.
دغه غونډه د کورمې د وضعیت په اړه جوړه شوې وه.
په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه، چې په دغې ولسوالۍ کې دې د کلیو په کچه کمېټې فعالې شي.
له بل پلوه د خرلڅۍ لاره له څلورو میاشتو راهیسې د تګ راتګ لپاره تړلې پاتې ده.
په کورمه کې قومي مشر میر افضل خان بیا وایي، چې د سړکونو بندېدو له امله پنځه لکه خلک د خوراک، ګازو او تېلو له کمښت سره مخامخ دي.
په کورمه کې چارواکي وایي، چې د لارو د پرانیستلو په ګډون خلکو ته د مرستې رسولو لپاره دوی لاس په کار شوي او ډاډ یې څرګند کړی چې د خلکو دغه ستونزې به ډېر ژر هوارې کړي.

نور خبرونه

رادیو