پاکستاني رسنۍ: عمران خان له حکومت سره د مذاکراتو د پایته رسولو اعلان وکړ

۳ ساعتونه مخکې

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان له حکومت سره د مذاکراتو د پای ته رسولو اعلان کړی.

د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، چې د پي ټي ای بنسټ اېښودونکي نن په زندان کې د خبرو اترو د پای اعلان کړی دی.
ښاغلي ګوهر وویل، چې حکومت باید په ۷ ورځو کې قضایي کمېسیون جوړ کړی وای؛ خو تر اوسه پورې حکومت (د مې د ۹مې او د نومبر د ۲۶مې) په اړه قضايي کمېسیون نه دی جوړ کړی، نو له همدې امله دوی د خبرو اترو د پای اعلان کوي.
د هغه په وینا:« نن موږ د پي ټي ای له بنسټ اېښودونکي سره ولیدل. د پي ټي ای بنسټ اېښودونکي په دغې لیدنه کې دا روښانه کړه، چې کمېسیون نه دی جوړ شوی؛ نو خبرې اترې هم پای ته رسېدلې دي.»
هغه زیاته کړې، دوی هیله‌من وو چې خبرې اترې به دوام ومومي او چارې به مخ په وړاندې لاړې شي؛ خو ښایي سیاسي اختلافات دومره پیاوړي وي، چې د اوس لپاره نه هوراېږي.
تېره ورځ هم د پاکستان تحریک انصاف مشر او په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر عمر ایوب ویلي وو، که حکومت د قضایي کمېسیون د جوړولو اعلان ونه کړي؛ نو خبرې اترې به مخ په وړاندې لاړې نه شي.
له بلې خوا د حکومتي مذاکراتي کمېټې غړی او د سیاسي چارو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وایي، چې حکومتي کمېټې به په یوه یا دوو ورځو کې د تحریک انصاف غوښتنو ته لیکلی ځواب وسپاري.

نور خبرونه

رادیو