داوړ: پاکستاني استخباراتي ادارو احوال راکړی چې افغان طالبان زما د وژلو پلان لري

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډېموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ وایي، چې پاکستاني امنیتي ادارو ورته خبر ورکړی چې د افغانستان طالبان یې د وژلو پلان لري.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې باوري معلومات یې تر لاسه کړي، چې افغان طالبانو د فدایان افغانستان کنډک ته د هغه د وژلو په موخه نیم میلیونه ډالر ورکړي دي.
داوړ دغه راز ادعا کوي، چې د هغه د وژلو لپاره له مخکې په پېښور کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر هم چمتو شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه معلومات ورسره د پاکستان امنیتي ادارو شریک کړي دي.
د یادولو ده، چې یو شمېر پاکستاني رسنیو د پېښور د امنیتي ادارو په حواله راپور ورکړی، چې د داوړ ژوند له ګواښ سره مخ دی.
په رسنیو کې بیا د پاکستان د مشرانو جرګې د پخواني غړي افراسیاب خټک په حواله هم لیکل شوي، چې که محسن داوړ ته زیان ورسېږي مسوولیت یې پر ریاست پورې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې محسن داوړ تر دې وړاندې د ټاکنو پرمهال هم دوه ځلې له برید سره مخ شوی و.

نور خبرونه

رادیو