شهباز شریف: پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې سخته او درنه بیه پرې کړې ده

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۷

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، پاکستان په تېر کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې لوړه بیه پرې کړې، خو اوس یو ځلې بیا ترهګرۍ په دغه هېواد کې سر راپورته کړی دی.

د‌ پاکستان رسنیو د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف له قوله خبر ورکړی، چې نوموړي په لاهور کې د پاکستان د سمندري ځواکونو له پوهنتون څخه د فراغت په ۷مه دوره کې د وینا پر مهال وویل، چې پاکستان د ترهګرۍ درنه بیه پرې کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د اتیا زرو کسانو په شاوخوا کې خلک وژل شوي او پاکستان ته یې ملیاردونه ډالر زیان هم اړولی دی.
ښاغلي شریف زیاته کړې، چې د مسلم لیګ (ن) پخواني حکومت په ۲۰۱۸ کال په پاکستان کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړی و؛ خو اوس یو ځلې بیا ترهګرۍ په پاکستان کې سر راپورته کړی دی.
همدارنګه نوموړي ویلي، چې په پاکستان کې د امنیت د ټينګښت په موخه د اپکس کميټې څو غونډې ترسره شوې او هڅه کیږي، چې په بشپړه توګه په دغه هېواد کې ترهګري له منځه لاړه شي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چین هم د پاکستان د سمندري ځواکونو څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی او هغه وخت به پاکستان د پرمختګ پر لوري ګامونه واخلي، چې د ګوادر بندر په بشپړ ډول فعاله شي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف پر داسې مهال په دغه هېواد کې له ترهګرۍ څخه سر ټکوي، چې د یاد هېواد په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتون پالو بریدونه خورا ډير شوي او له پاکستاني چارواکو یې وار پار خطا کړیدی.

نور خبرونه

رادیو