د خیبرپښتونخوا له ټل ولسوالۍ څخه ځايي خبریالان وايي، چې په دغې ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشه عسکرو په یوه پوسته تېره شپه وسله والو برید کړی، چې له امله یې شپږ عسکر وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
ويل کیږي په دغه برید کې څلور وسله وال هم وژل شوي.
د خیبرپښتونخوا له ټل ولسوالۍ څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن شنبه د (لیندۍ ۱۷مه) ځايي خبریالانو د حکومتي سرچینو په حواله ویلي، چې په دغې ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشه عسکرو (ایف سي) په یوه پوسته تېره شپه وسله والو برید کړی، چې له امله شپږ عسکر وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي.
سرچینې وايي، دغې جګړې څو ساعته دوام کړی او د دواړو لوریو تر منځ سپکه او درنه وسله کارېدلې ده.
په ټل کې حکومتي سرچینو ځايي خبریالانو ته ويلي، چې په دغې څو ساعته جګړه کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.
دا لا نه ده څرګنده چې دغه برید کومې وسله والې ډلې کړی خو په دغو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان ډله وخت نا وخت د بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.
د یوه بل خبر له مخې، د خیبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ په عملیاتو کې بیا پنځه وسله وال وژل شوي.
سرچینو ویلي، چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ټانګ په ملازي سيمه کې د وسلوالو پر ضد کړي، چې د یوه ځانمرګي په ګډون یې پنځه وسله وال وژلي دي.
سرچینو د پوځ په حواله ویلي، چې دغې ډلې پلان درلود چې حکومتي ځایونه په نښه کړي؛ خو پاکستاني پوځ د دوی پلان شنډ کړی او له پښو یې غورځولي دي.