په پښتونخوا کې په یوه کال کې ۶۳۶ بریدونه شوي او ۲۷۵ تنه وژل شوي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۷

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی، چې پښتونخوا صوبه سږ کال د خونړیو بریدونو او سخت تاوتریخوالي شاهده ده.

د رسمي شمېرو له مخې په پښتونخوا کې په يو کال کې ۶۳۶ ځله بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې ۲۷۵ کسان وژل شوي او ۴۶۰ نور ټپيان دي.

د دغه راپور له مخې، چې د لیندۍ په ١٧مه د شنبې په ورځ خپور شو، په وژل شويو کې ١٤٢ يې د امنيتي ځواکونو او ١٣٣ يې ملکي وګړي دي.

دغه راپور ښيي چې په دغو بریدونو کې ۲۱۴ پولیس او ۲۴۶ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په دې پېښو کې شپږ ځانمرګي بريدونه، د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې ١١٣ بمونو چاودنې او ٣٥٥ د ډزو بریدونه شامل دي.

دا بریدونه د پښتونخوا د سختو امنیتي ننګونو ښکارندویي کوي، چې لا هم د سخت دریځو ډلو د جګړې ډګر دی.

د دغې دولتي بنسټ راپور ښيي چې د یوه کال په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له خوا عملیات شوي، چې په پایله کې یې ۲۴۶ «ترهګر» وژل شوي دي.

همدارنګه ۷۳۹ کسان د «ترهګریزو» کړنو په تور نیول شوي چې له دې جملې څخه ۲۹ تنه د مهمو هدفونو په توګه پیژندل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو