د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بولچ وايي، اسلام اباد یو ځل بیا طالبان هڅوي چې د هغو «ترهګرو ډلو او بنسټونو» پر ضد ګام واخلي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په کابل کې د پاکستان سفارت استازي عبیدالرحمان نظاماني د طالبانو له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګولو په موخه خبرې کړي دي.
هغې وويل: «د پاکستان لپاره تر نورو لومړی د ترهګرۍ اړوند مسلې د پاکستان او افغانستان د خبرو د اجنډا په سر کې دي، پاکستان او افغانستان د هغو ترهګرو ډلو د ګواښ په وړاندې په بېلابېلو اړخونو خبرې کوي چې په افغانستان کې دننه پټنځایونه لري.»
تر دې وړاندې هم یو شمېر پاکستاني چارواکو ادعاوې کړې وې، هغه وسله والې ډلې چې په پاکستان کې امنیت ته ګواښ پېښوي، په افغانستان کې پټنځایونه لري خو طالبانو داسې ادعاوې په کلکه رد کړې دي.
د اغلې بلوچ په وینا، پاکستان اندېښمن دی چې «کېدای شي ترهګرې ډلې سره متحدې شي او له سیمې بهر په یو ستر ګواښ بدلې شي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وړاندې په خپلو خبرو کې وویل، چې اسلام اباد کې د تحریک انصاف په لاریونونو کې افغان کډوالو هم ګډون درلود. خو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت استازي د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې او زیاته کړې یې ده چې پاکستان په دغه تور شاوخوا اته سوه افغانان نیولي او باید ژر تر ژره خوشې کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي په خپل هیواد کې د نا امنیو د پړې ګوته په افغانستان کې طالبانو ته نیسي، تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ويلي وو، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان امنیت ګواښي خو طالبانو د دوی دا ډول ادعاوې رد کړې دي