د پاکستان پوځ وايي په دوو جلا پوځي عملیاتو کې یې اته وسله وال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۶

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې د دغه هیواد پوځ د خیبرپښتونخوا په وزیرستان او لکي‌مروت کې د عملیاتو پر مهال اته وسله وال وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.
په دې اړه لا ټي ټي پي او کومې بلې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ پاکستاني پوځیانو د خیبر پښتونخوا وزیرستان ولسوالۍ په سره روغه سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال دوه وسله وال وژلي او دوه یې ژوندي نیولي.
پوځ وړاندې وايي، چې د همدې صوبې په لکي‌مروت ولسوالۍ کې یې هم د یو لړ پوځي عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال وژلي دي.
خو پاکستاني پوځ په دغو دواړو عملیاتو کې پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاتوي چې دغه عملیات یې له وړاندې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي دي.
تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي، خو روانه اونۍ په کونړ کې د ټي ټي پي د یوه قوماندان تر وژل کېدو وروسته دغې ډلې پر پاکستاني پوځ د سختو بریدونو ګواښ کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو له لوري پر پاکستاني پوځیانو مخامخ بریدونه او د ماین چادونو پېښې زیاتې شوې چې په دې سره پوځ ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره ورځ د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر د پاکستان پوځ د لوړپوړو چارواکو په یوه غونډه کې د پاکستاني طالبانو له خوا د افغان خاورې پر استعمال اندېښنه څرګنده کړه او ویې ويل، چې ترهګر د پاکستان خلاف د افغانستان خاوره کاروي.
دوی له طالبانو غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه واخلي.
پاکستان تر بل هر وخت په اقتصادي او سیاسي ځوړ سربېره له سختو امنیتي ننګونو سره هم مخامخ دی چې په کې نا امني ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

نور خبرونه

رادیو